1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان کډوالو د راستنيدو بهير پڅ دی

۱۳۹۰ خرداد ۳۰, دوشنبه

نن د جون د مياشتي شلمه نيټه د کډوالو له نړيوالي ورځي سره برابره ده. دغه ورځ په داسي مهال په افغانستان کي هم ولمانځل سوه چي لا هم په لکونو افغانان خپل ټاټوبي ته د ورتگ په هيله په بېلا بېلو ملکونو کي ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/11fg4
افغان کډوال
افغان کډوالانځور: DW

په تيرو دريو لسيزو کي په مليونونو افغانان د کورنيو ناخوالو له امله له ملک څخه کډوالۍ ته اړسول.

خو په تيرو لسو کلونو کي ګڼ شمير دغه کډوال بيرته هيواد ته را وکوچيدل خو لا هم شاوخوا څلور مليونه افغانان په ګاونډيو ملکونو کي ژوند کوي.

نا امني، بې کاري، فقر، غربت او کمزوري اقتصادي حالت هغه څه دي چي په ملک کي دننه يې د وگړو ژوند له کړاونو سره مخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډاولو چارو کمشنري وايي چي که څه هم له ګاونډيو ملکونو ملک ته د افغانانو د را ستنيدو په خپله خوښه لړۍ روانه ده ليکن يو شمير افغانان چي له ګاونډي پاکستان څخه له لسيزو پس را په کور سوي وای چي پاکستاني دولت د دوی کورونه نړولي او په زور يې را شړلي دي.

جمعه خان هم له همدغو کډوالو څخه دی چي له ديرشو کلونو پس همدا نن خپل ټاټوبي ته را ستون سوی دی.

« مشکلات دا ووچي د يو ان اچ سي ار راغلل او راته يي وويل چي اتلس مياشتي وخت لری او افغانستان ته به ځي، راغلو او کورونه يي را ړنګ کړل، بيا يي موږ ته يو ډول کارتونه راکړي ول، هغه به په پيښور کي چليدل په پينډۍ کي به نه چليدل، پوليسو به ونيولو، بنديان به يي کړو، پيسې به يې را نه واخيستي، ډير به يې په تنګولو نو ځکه افغانستان ته راغلو».

د ملګرو ملتونو شميرې ښيي چي شاوخوا دوه مليونه افغانان يوازي په پاکستان، شاوخوا يو مليون په ايران او پاته څه باندي يو مليون نور د نړۍ په نورو برخو کي د کډوالۍ شپي صبا کوي.

په کابل کي د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو چارو کمشنرۍ ( يو، ان، اچ، سي، آر) ومنله چي ملک ته د را ستنيدونکو کډوالو په شمير کي د تير کال په پرتله د پام وړ کمی راغلی او لاملونه يې بيلا بيل دي.

د دغي ادارې نطاق نادر فرهاد د دويچه ويله دغي پوښتني ته چي ولي اوس د تير په څير کډوال افغانستان ته راتګ له پاره زړه نه ښه کوي وويل:

« سږ کال تر اوسه تقريباً اته ويشت زره افغانان وطن ته را ستانه سوي، دا شميره ډيره کمه ده، تيرکال په همدې موده کي پنځوس تر پينځه پنځوس زره پوري کسان هيواد ته را ستانه سوي ول، موږ تر يو سل او پنځوستو زرو پوري کسانو ته چي غواړي بيرته خپل ټاټوبي ته را ستانه سي چمتو والی لرو او له هغوی سره به مرسته وکړو».

فرهاد پر اروپايي دولتونو ږغ کوي چي له افغان مهاجرو سره بايد د نړيوالو کنوانسيونونو په رڼا کي کردار ورکړي.

« که چيري د يوه کس ژوند د افغانستان په داخل کي په خطر کي وي، او که هغوی مهاجر کيږي نو حق يي بايد په هر ځاي کي چي وي ورته ورکړل سي، که بياد اقتصادي ستونزو له کبله ځي هغوي ته اقتصادي مهاجرين ويل کيږي هغوی زموږ ترچتر لاندي نه راځي او هغوی بايد له نورو ادارو سره په تماس کي سي».

رسمي شميري ښيي چي ملک ته را ستانه سوي ډيری کډوال خپلو اصلي ټاټوبو ته د ورتګ له پاره زړه نه ښه کوي.

ځکه لا هم په ډيرو سيمو کي زور واکان حاکم دي او د هغوي ځمکي او پټي يي لاندي کړي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل