1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان کډوالو پاکستانۍ مېرمنې: کورنۍ مو مه ویشئ

فریدالله خان، پیښور۱۳۹۵ شهریور ۱۷, چهارشنبه

هغو پاکستانۍ ښځو چې له افغان مهاجرو سره یې ودونه کړي، په احتجاج لاس پورې کړی. هغوی غوښتنه کوي چې د دوی افغان مړونه دې له پاکستان څخه و نه ایستل شي، بلکې د دغه هیواد تابعیت دې ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/1Jwr4
انځور: DW/F.Khan

دغو میرمنو د احتجاج پر مهال خپل ماشومان هم له ځانه سره راوستي ول. هغوی وایي چې د دوی مړونو له افغانستان څخه پاکستان ته هجرت کړی وو او کلونه مخکې ورسره دوی ودونه کړي دي چې اوس یې ماشومان هم ځوانان دي. د دغو میرمنو ځینو یې د سه شنبې په ورځ د پیښور په پرس کلب کې له خبریالانو سره خبري هم کړي دي.

د احتجاج کوونکو له ډلې څخه د رضیه، په نوم یوې مېرمنې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د زیاترو پاکستاني میرمنو افغان مړونه تر نیول کیدو وروسته افغانستان ته استول شوي دي، په داسې حال کې چې پاکستانۍ میرمنې له خپلو مړونو سره افغانستان تگ ته چمتو نه دي. هغه ماشومان چې په پاکستان کې پیدا شوي او دلته لوی شوي دي د هغوی هم همدا حال دی.» د دغې میرمنې په خبره دوی او ماشومان یې هیڅکله افغانستان ته نه دي تللي او اوس هم دغه تگ ته چمتو نه دي.

په روان میلادي کال کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې مېشت په زرونو غیر قانوني افغان مهاجر د پاکستاني ادارو له لوري تر نیول کیدو وروسته پر پوله بیرته افغانستان ته اړول شوي دي. همداشان اوس هم د پاکستان په ډیر شمیر سیمو کې د ناراجسترو شوو افغان مهاجرو د نیولو له پاره اقدامات تر سره کیږي.

په احتجاج کې گډون کوونکي یوې بلې مېرمن انور بي بي، وویل: «زه پاکستانۍ یم، خو له افغان سره مې واده کړی دی. زما خاوند افغان دی خو په پاکستان کې زیږیدلی دی.هغه افغانستان ته استول شوی دی، خو زموږ ماشومان تگ ته چمتو نه دي.»

دغې مېرمنې په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې په پاکستان کې د غیر قانوني افغان مهاجرو پر ضد د اقداماتو له کبله د دوی په څیر میرمنې له اذیت سره مخامخ دي. میرمن انور بي بي د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې کومو افغانانو له پاکستانیو ښځو سره ودونه کړي دي او دلته یې ماشومان زیږیدلي دي هغوی ته دې پاکستانی تابعیت ورکړل شي. د انور بي بي په خبره «که له هند څخه هجرت کوونکو ته تابعیت ورکول کیدای شي نو افغانانو ته په دغه حق ورکولو کې کومه ستونزه ده.»

ځینو افغان وگړو له خپل ځان سره ماشومان هم بیولي دي چې له دې کبله پاکستانۍ میرمنې د مهاجرو په تړاو د پاکستان د پالیسۍ څخه ناراضه دي. د شمیم بانو، په نوم یوه بله میرمن وایي: «زما افغان خاوند زما زوی هم له ځانه سره بیولی دی. د حکومتي پالیسۍ له کبله مو کورنۍ پر دوو هیوادونو ویشل شوې ده.» د هغې په خبره افغان خاوند یې له څو لسیزو راهیسې په پيښور کې اوسیده. په دغه موده کې د دواړو کورنیو تر منځ خپلولۍ وشوې، چې په وینا یې اوس د حکومتي پالیسۍ له کبله اغیزمنې کیږي.

د لاریون گډونوالو وویل چې په لسگونو افغانان تر نیول کیدو وروسته په زندانونو کې دي او په وینا یې افغان حکومتي ادارو هم پر دې ستونزې باندې چوپتیا غوره کړې ده. دغو میرمنو دا هم ویل چې د افغانانو د نیولو او له پاکستان څخه تر ایستلو وروسته ډیر شمیر کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره لاس او گریوان دي.

زیاتره پاکستانۍ میرمنو چې له افغان مهاجرینو سره یې ودونه کړي دي شناختي کارډ یا نور د سفر کولو اسناد هم نه لري، او له دې کبله افغانستان ته تر تگ وروسته ځان غیر خوندي احساسوي. شازیه بي بي، هم د احتجاج کوونکو په ډله کې ده. هغه وایي: «زما خاوند نیول شوی او افغانستان ته لیږدول شوی دی. زموږ اولادونه دلته درس وایي. په افغانستان کې بنسټیز او تعلیمي آسانتیاوې نه شته. موږ د دواړو هیوادونو له مشرانو څخه غوښتنه کوو چې د دغې مسلې ته تل پاتې حل لاره وموندل شي.»

یوه افغان وگړي عبدالله چې له پاکستانۍ میرمنې سره یې واده کړی په دې هکله وویل: «دلته پاکستانۍ او افغان میرمنې له آسانتیاوو سره عادت شوي دي. هغوی پر دې پوهیږي چې که افغانستان ته ولاړې شي نو له سړو سره به اوږه په اوږه کار کوي، د باندې څخه باید اوبه راوړي او د اخلي پخلې له پاره به لرگي راوړي. خو دلته هر څه په آسانۍ پیدا کیږي. موږ مړونه خو مزدوري کوو که په پاکستان کې وي که په افغانستان کې، خو میرمنې دغو آسانتیاوو پریښوولو ته تیارې نه دي.»