1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقتصادي بحران سره سره په آلماني کي پوځي لګښتونه لوړ پاتيږي

۱۳۸۸ اسفند ۲۵, سه‌شنبه

د جرمني پوځ په راتلونکو کالونو کي 3 مليارده يورو يواځي د پوما ډوله زغرورو شوبلو په لاس ته راوړلو کي لگوي...

https://p.dw.com/p/MU10
د جرمني د کاره لوېدلي ټانکونه
د جرمني د کاره لوېدلي ټانکونهانځور: AP

د آلمان وسله جوړونکو شرکتونو ته يو لوی فرمايش. دوی د دې ضمانت کوي، چې نوي زهره دار به سرتېرو ته زيات ژغورونکي يا مصون وي، مثلا په افغانستنان کې د پاڅون کوونکو په وړاندې جگړو کې.

د آلماني عسکرو مصونيت او ژغورنه هغه دليل دئ، چې حتی د سخت مالي بحران په صورت کې هم څوک پېسې نه پرې بندوي. ځکه دا پارلمان دئ چې دوی بهرنيو دندو ته ليږي او د دې مسئول هم دئ، چې نبايد له په اصطلاح زړو اوسپنو سره پر هندوکش ولاړ وي. د آزادو دموکراتانو FDP لخوا د کلنۍ پانگې سياستمدار يورگين کوپلين ژمنه کوي:

«موږ به هر ممکن عمل ته لاس اچوو، تر څو په بهر کې زموږ سرتيري دا احساس ولري، چې فدرالي شورا د دوی شا ته ولاړه ده او هر هغه څه ورته رسيږي، چې په وس کې مو وي.»

هسې خو هم نوو بهرنيو دندو، کومو کې چې آلماني سرتيري برخه اخلي، د دې خيال پخلی کړی دئ. دا هغه څه دي، چې هم د آلمان وسلې جوړوونکي او هم د پوځ وزير ورته خوشحاله دي، ولو که کارل تيودور څو گوتنبرگ سږکال دغومره پيسې لاس ته نه شي ورړوی، لکه چې په نظر کې نيول شوې وې: د تورو او ژېړو حکومتې ټلوالې لخوا په وروستيو شېبو کې ٤٥٠ مليونه يورو ورباندې کمې کړل شوې. خو دا کار د پوځ د وزير د پاره کوم د غصې او لانجې دليل نه جوړوي:

«سږ کال موږ قريب 31 مليارده يورو په پوځ کې لگوو. يوه زياته اندازه، خو پر ځای لگول کېدونکې پيسې.»

ورکهويزر وړاندې کاږي، له دې پيسو څخه يوه مناسبه اندازه پالنيزه چارو، اړتيا وړ شيانو، له وسلو جوړونکو شرکتونو سره د تړونونو او هم د عسکرو د تنخواه د پاره ورکول کيږي. د سرتېرو د گټو ساتونکې پوځي ټلواله وايي، چې د پوځ په بودجه کې امکانات محدود دي. د نوموړې ټلوالې د مالي چارو کارپوه جگتورن شون ماير، په تېره بيا يوه برخه کې نيمگړتيا ويني او هغه دا چې: که چېرته د آلمان پوځ د متخصصانو د اردو په توگه د لوړو زده کړو پرسونل لاس ته وروړل وغواړي، نو بايد زياتې پيسې مصرف کړي.

خو دا ډول هيلې او غوښتنې به په راتلونکې کې نظر و اوس ته لا سختې وي، چې پر ځای شي: په 2011 ميلادي کال کې به د مالي بحران له کبله ډېر څه خط وهل کيږي، په پوځ کې هم. سياستمداران په پوځ کې هم د سپما لارې چارې پلټي. له سوسيال دموکرات گوند څخه د نظامي چارو کارپوه رينر آرنولد Rainer Arnold آلمان غږ راديو ته وويل، چې په بهرنيو دندو کې هم د سپما امکان شته. دی د افريکې په ښاخ کې د تل پاتې صلحې په عملياتو کې برخه نه اخيستنه او هم په بالکان کې د خپلو ځواکونو کمنه ممکنه گڼي. خو په افغانستان کې د راتلونکو دوو دريو کالونو د پاره د لا زيات لگښت خبره کوي.

Werkhäuser, Nina/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل