1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقتصادي بحران له کبله په جرمني کي بې حده ډير بيکاران

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۰, پنجشنبه

دجرمني اقتصاد له ډېر سخت رکود سره مخامخ دئ،او ددغه بحران له کبله د اپريل په مياشت کي د کار پيداکولو بازار هم خراب سوی دی ...

https://p.dw.com/p/Hh5N
په جرمني کښي بيکاران ورځ په ورځ ډيريږي ،او خلګ يې پر ضد مظاهرې کوي
په جرمني کښي بيکاران ورځ په ورځ ډيريږي ،او خلګ يې پر ضد مظاهرې کويانځور: picture-alliance/ ZB

د جرمني د کار پيداکولوچارواکي وايي چه په دغه مياشت کښي مجموعأ 3,59 مليونه بيکاران وه ،چه دا دتير کال په نسبت 200000 اضافه دي . د آلمان حکومت او مخکښي اقتصادي ټولني په دې کې سره په يوه نظر دي، چې سږ کال به خالص داخلي توليدات په سلو کې 6 برخې راټيټيږي . دا کمښت به د کار بازار ته سختي ناوړه پايلې ولري، کوم څه چې په مونشن کې يې د Ifo له انستيتوت څخه اقتصاد پوه کې کارستينزن Kai Carstensen او د آلمان د اقتصاد وزير کارل تيودور Karl-Theodor هم تاييدوي .

کارستينزن وايي ، «ولو که د لنډ وخت کارونه به دا ستونزه لومړي تلافي کړي، خو تصدۍ به تدريجي ډول ځانونه دې ته اړ وويني، چې د خپلو کارگرانو شمېر راکم کړي . »

گوتينبرگ بيا څرگندوي :« موږ له نورو موسسو سره په شريکه دا نظر لرو، چې سږ کال به د بيکارانو شمېر قريب 450000 تنه زياتيږي او په متوسط ډول به ټول 3,7 مليونه بيکاران موجود وي . »

د جرمني داقتصادوزير ګوټنبيرګ
د جرمني داقتصادوزير ګوټنبيرګانځور: dpa/picture-alliance

دی بيا وايي ،« د 2010 ميلادي کال د پاره موسسې کومه بهتري نه ويني ، او د کال په پای کې به څه ناڅه پنځه مليونه بيکاران موجود وي .»

دا شمېر گواښمن او د انديښنې وړ دئ . همدا اوس اوس د بيکارۍ د زياتوالي له کبله د ټولنيزو لانجو د خطر خبري کيږي . د ټولنيزه څېړنو د پاره په برلين کې د علمي چارو له مرکزه د کارد بازار کارپوهه او د نوموړي مرکز مشره ميرمن يوتا المين ډينگر Jutta Allmendinger هم په دې باندې پوهيږي او وايي :«زه دا د امکان څخه ليرې نه بولم چې د پنځو مليونو يا تر هغه حتی ډېرو بيکارونو په صورت کې به لانجې نه راپورته کيږي . که چېرته موږ په ټولنه کې د خلکو د راگډونې تدبيرونه ونه نيسو، نو بيا نه ښايي دې خطر ته په کمه سترگه وگورو.»

پرېکړنده خبره خو دا ده چې سياست او سياستمداران د کار د بازار دپرمختگ سره څه ډول غبرگون څرگندوي . سياستمداران هم غواړي د رکود يا اقتصادي پرچاوتيا په صورت کې ډير کارځايونه وژغوري . په دې برخه کې دوی له کارورکوونکو(کارفرمايانو) سره هم تفاهم لري او نه غواړي چې د دې بحران په پای کې د مسلکي کسانو له کمښت سره مخامخ وي .

د دې منظور د لاس ته راوړلو يوه بله وسيله هم د لنډوخت کار د پاره پيسې دي، له کومو څخه چې د جرمني د ماليې وزير پير شتاين بروک هم خبره کړېده او په ډاگه کوي :« زموږ لخوا تصويب شوی، د لنډوخت کار د پيسو سره، د اقتصادي ودې دوهم پاکټ يو ډېر ښه تدبير دئ . د همدې تدبير له برکته موږ تر اوسه پورې د اقتصادي پرمختگ سره سم، د کار په بازار کې يو داسي موازي حرکت نه لرو، چې ډېر په اصطلاح ډراماتيکي وي، د هغه اقتصادي کړکېچ په تناسب چې موږ يې تر اوسه پورې لرو. »

د اقتصادي بحران او بيکارانو د زياتيدو په نتيجه کي به لږ ماليات تحويل اودولتي پيسې هم کمي سي . کارپوهان اټکل کوي چه په دغه کال کي به د کار پيداکولود ادارې پيسې 14 مليارډه ايرو راکمي ،او بيکارانو ته به دپيسو په تاديه کولوکي مشکلات رامنځته سي .

Kinkartz/عارف وردگ

کتونکی : محمد قاسم نوري