1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقتصادي بحران په وخت کښي د جهاني بانک اهميت

۱۳۸۸ مهر ۹, پنجشنبه

تر دوو کالونو مخکې پوري لا جهاني بانک په يوه بحران کې راگير وو. په واشنگټن کې مېشته له دې 11000 کارمندان لرونکي بانک څخه مشتريان تښتېدل

https://p.dw.com/p/JvZ7
په واشنگټن کښي د جهاني بانک ودانۍ
په واشنگټن کښي د جهاني بانک ودانۍانځور: AP

ددوی دا دنده، چې په نړۍ کې له بې وزلۍ سره مبارزه وکوي او په پرمختلونکو هېوادونو کې د خلکو د ژوند حالات بهتره کړي، نورو پر غاړه واخيسته .

که څه هم هنوز په دنيا کې پوره بې وزلي شته - مگر د مثال په ډول په افريکه کې د چين هېواد د يو شمېر بنسټيزه پروژو د پاره د اهميت وړ پيسې ورکوونکی وگرزېد،- آسيايي هېوادونو د چټکو پرمختلونکو هېوادونو بڼه غوره کړه، او جنوبي امريکې له نړيوال بانک او مالي وجهي صندوق څخه په نااميدۍ سره خپل انکشافي بانک جوړ کړ.

مگر يوازي په نړيوال مالي او اقتصادي بحران کې جهاني بانک ته لکه بين امللي پولي وجهي صندوق ته ضرورت رامنځ ته شو، او يووار بيا لکه سکروټه له ايرو څخه راووت . او اوس هر څوک په دې باندي پوه شوی، چې له اقتصادي بحران څخه تر صنعتي هېوادونو زيادتره پرمختلونکي هېوادونه زيانمن کيږي . د Inwent په نامه د زده کړو او ودي د پاره د يوه نړيوال شرکت مشر زبستيان پاوست Sebastian Paust ، چا چې تر څو مدې مخکې پوري په مانيلا کې له آسيايي پرمختيايي بانک سره کار کاوه، په ډاگه کوي، چې ولي مثلاً آسيا له دې بحران څخه ډېره زيانمنه کيږي :

دی وايي ، « لومړی علت يې طبعاً چې د هغوی په صادراتو کې د کموالي راتگ دئ . د دوی مالونو ته د امريکې او اورپا غوښتنه ډېره راټيټه شول . بل علت يې له هغه هېوادونو څخه د پانگو ايستنه ده، او هم د هغه ځای په ونډو کې کمي پيسې اچونه .»

نړيوال تجارت رکود د پرمخ تلونکو هېوادونو د پاره نږدې د 700 ملياردو ډالرو په زيات تمام شو - هغه هم د جهاني بانک د اټکل له مخي يوازي په دې کال کې . نو ښکاره خبره ده، چې ولي د جهاني بانک مشر رابرت څوليک د صنعتي هېوادونو څخه وغوښتل، چې د اقتصادي بحران ډېر دروند بار د بې وزله ملکونو پر اوږو وروانه چوي .

د جهاني بانک سمبول
د جهاني بانک سمبول

ده د جهاني بانک او ن ين امللي پولي وجهي صندوق په پسرلنۍ غونډه کې څرگنده کړه :«موږ ښايي نور ډېر کار هم وکوو، او نورو ډيرو سرچينو ته اړه لرو، تر څو د پرمختلونکو هېوادونو زياتېدونکي مشکلات تر قابو لاندي راوستلی شو، د کومو ملي اقتصاد چې اوس د دوهم او دريم وار د پاره د بحران له څپو سره مخامخ دئ .»

د جهاني بانک مشر رابرت څوليک په ډاگه کړه، چې موږ اجازه نه لرو تېري غلطۍ بيا تکرار کړو – ددې خبري څخه د نوموړي منظور يوازي نوره نړۍ نه ده، بلکه خپل بانک ته هم اشاره کوي او زياتوي :

«موږ په اتيايمه لسيزه کې د جنوبي امريکې په بحران او په نوييمه لسيزه کې د آسيا د بحران پر موقع ډېر زيات له احصايو څخه غږېدو ، او نه د انسانانو په باب . هر ځای د روغتيايي چارو، خوراکي موادو او زده کړي په برخه کي بودجه راکمېدله . موږ ټولنيزي ناآرامۍ درلودې او حتی زورزياتی مو ليدلی دی . زياتره بې وزله کسان د نورو له غلطيو څخه زيات زيانمن شوي وه . هغه وخت موږ بايد ټاکلې وای، چې اړوند حکومتونه ښايي يوې امنيتي شبکې ته پيسې ورکړي .»

رولف وينکل/ عارف وردګ

کتونکي : محمد قاسم نوري