1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقتصادي وضعي په هکله اټکلونه منطقي دي؟

دويچه ويله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۲ آبان ۱۵, چهارشنبه

د آلمان د اقتصاد په هکله اټکل سوی دی چي په راتلونکي کال کي به د ۱،۷ او ۱،۸ سلنو تر منځ وده وکړي. خو کارپوهان وايي چي دا ډول اټکلونه غېر منطقي او بې معنی دي.

https://p.dw.com/p/1ACsa
انځور: Fotolia/Photosani

نړيوال اقتصادي بحران او د يورو پولي واحد بحران د نړۍ سترګي په يوه موضوع کي خلاصي کړې. هغه دا چي د اقتصاد علم تر اوسه پوري لا د دې جوګه نه دی چي د داسو بحرانونو د راتلو وړاندويني وکړي. يو شمېر کارپوهان وايي چي په اقتصاد پوهنه کي په کار اچول کېدونکي طرحي له حقيقت سره سر نه خوري. په دغو کارپوهانو کي يو هم د آلمان د بيليفېلد پوهنتون د رياضياتو او اقتصاد استاد او د مېته مېتيکل ايکناميکس يا د اقتصادي رياضياتو د مرکز رييس، فرانک ريدل دی. نوموړي د «اقتصاد پوهانو پړه» تر عنوان لاندي يو کتاب ليکلی دی چي د کتاب دغه عنوان د نوموړي د نظر څرګندويي کوي.

فرانک ريډل وايي چي د اقتصادي وضعې په هکله اټکلونه هيڅ علمي بنسټ نه لري. د هغه په خبره دا څو عوامل لري. هغه وايي چي د بېلګي په توګه په آلمان کي ۴۰ ميليونه کورنۍ او ۲ ميليونه شرکتونه دي. دا چي ۴۲ معادلې څوک نسي څارلای نو په دې خاطر اقتصاد پوهان د دغه محاسبې طرحه په داسي توګه ساده او آسانه کوي، چي د ۴۲ ميليونو پر ځای يوه معادله محاسبه کوي او په دې توګه په محاسبه کي ټول آلمان په يوه کورنۍ يا په يوه شرکت اوړي. ريډل زياتوي:

«په ملي اقتصادونو کي د ځينو پروسو په آسانه توګه د تشريح کولو له پاره دغه ډول آسانه کړل سوي طرحي ګټوري وي، خو د يوه فلسفي بنسټ له مخي. خو د دغو په مرسته څوک نسي کولای چي د اقتصاد راتلونکې وضعه اټکل يا پيشګويي کړي.»

د اقتصادي رياضياتو د مرکز مشر فرانک رېدل
د اقتصادي رياضياتو د مرکز مشر فرانک رېدلانځور: Frank Riedel

مهمه خبره دا ده چي د آسانه او ساده سوو محاسبو طرحي د اقتصادي بازار محرکه او متغيره ماډلونه له پامه غورځوي. داسي لکه دغه محرک ماډلونه چي پر حقيقي اقتصاد له سره هيڅ اغېز نه لري. خو برعکس په تيرو بحرانونو کي دا په ښه توګه څرګنده سوه چي د بانکونو تر منځ بې اعتمادي نه يوازي پر پورونو او پانګونو باندي، بلکي د کار او موادو پر بازار ډير اغېز لري:

«څوک چي د محاسبې په خپله طرحه او ماډل کي اقتصادي بازارونه له پامه غورځوي، نو معلومه خبره ده چي د يو اقتصادي بحران راتګ نسي ليدلای او اټکلولای او اقتصادي بحرانونه طبعاً د اقتصاد پر وده ستر اغېز لري.»

ريدل زياتوي چي په زياته بيا د اقتصادي ودي په تړاو په اعدادو کي تر اعشاريه وروسته اعداد بيخي بې معنا دي او په دې باندي اقتصادي کارپوهان ښه پوهيږي. د هغه په وينا حتي تر اعشاريه دمخه عدد لا زيات د بارو وړ نه وي نو تر هغه وروسته اعداد خو بېخي هيڅ منطق نه لري.

اوته ماکس له فرانک ريدل سره هم نظره دی. ماکس هغه اقتصاد پوه دی چي په ۲۰۰۶ مېلادي کال کي يې لا په خپل کتاب «د اقتصاد پرځېدنه نژدې ده» د راتلونکي اقتصادي بحران وړاند وينه کړې وه. هغه وايي چي ساده سوي محاسبې د حقيقت څرګندويي نسي کولای او له همدې کبله د اقتصاد پوهني په دغه ډګر کي نوښت ته اړتيا سته. هغه وايي:

«په يوه ټولنه کي دننه روانې پروسې، انسانان، عدم توازنونه او د واکمنۍ جوړښتونه په اصل کي مطرح شيان دي. خو اقتصاد پوهان تقريباً هر وخت داسي ښيي چي ګويا دغه ټول عنصرونه په بازار پوري تړلي دي. خو يو بازار وجود نه لري، بلکي د هغو شمېر ډېر زيات دی او په دوی کي هر يو بازار په جلا توګه پر مخ ځي او جلا وظيفه لري.»

اوټه وايي چي د هغه په فکر همدغه حقيقتونه بايد د اقتصادي ودې د محاسبو پر وخت په نظر کي ونيول سي چي په حقيقت کي تر اوسه لا له پامه غورځول کيږي.