1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقتصادی بحران پر مهال د اقتصادي جناياتو دپوليسو اهميت

۱۳۸۸ اسفند ۳, دوشنبه

د مالي او اقتصادي مسايلو بين امللي مقررات داسي دي ، چه کله چه په يوه معامله او کار کښي 10 يا 20 فيصده ګټه وي ، نو هغه به حتمأ د ډيره خطره ډکه وي ، او يا داچه جنايي او قاچاقي معامله به وي

https://p.dw.com/p/M7ZV
انځور: picture-alliance/dpa

خو پر دغه سربيره ځيني ماهر او مشهوره شرکتونه بيا هم په دغه ډول معاملو لاس پوري کوي . مثلأ برنارد ماډوف چه د امريکا په تاريخ کښي يې تر ټولو لوی تقلب کړی دی . ده د خپل کار په آخره کښي په غير قانوني اود تقلبي لارو څخه د ۶۵ مليارډه ايرو معامله درلوده .

اوس دی بندي دی او پيسې يې هم ټوله ولاړې . خو ځيني شرکتونه چه دده سره يې پيسې بندي او په کار لويدلي وې ، اميد لري چه يو څه به بيرته پلاس راوړي ، او ځکه يې نو په اصطلاح د اقتصادي پوليسو يا مدافع وکيلانو دفتر ته په مونشن کښي مراجعه کړې ده . او هغه هم ددغو شرکتو په 5 مليارډه ايرو پسي خپله پلټنه شروع کړې ده .

په مونشن کښي د اقتصادي پوليسوددفتر آمر امريکايي الاصله لوييس وُنډرلي وايي ،

«جالبه داده چه دغو ټولو شرکتو خپلي پيسې په اطريش کښي په يوه شرکت کښي ايښي وې ، چه هغه بيا دغه پيسې ماډوف ته ورکړي وې . دغو شرکتو اوس خپلي ټولي پيسې د لاسه ورکړې . مادوف پخپله هم څه اوس نلري ، او اوس يوازي حقوقي لار پاتيږي . هغه خلګو چه دغه برخي يې خرڅي کړي دي ، او د هغه په مقابل کي يې پيسې پلاس راوړي دي ، هم مسؤليت لري . په ځينو حالاتو کښي موږ ددغه پانګه اچونکو سره کومک کړی دی ، چه يو څه پيسې بيرته پلاس راوړي . موږ اوس هم په دغه برخه کښي کوو. »

وُنډرلي او دده 5 نور کارکونکي د مونشن څخه دا څيړي او معلوموي ، چه مثلأ چا ددغه شرکت رهبري درلوده ، او د تقلب شک پر راتلای سي .

د اقتصادي پوليسوشعبه دا هم څيړي چه مثلأ دغه شرکت خو به د خرڅلاو حقوق نه وي نقض کړي ، يا يې تقلب نه وي کړی ، درواغ خو به يې نه وي ويلي ، د چا سره دغه شرکت روابط درلوده ، او يا د تقلبي شرکت همکار شرکت ارقام خو به غلط نه وي .

د اقتصادي پوليسوشعبه دا نه څيړي چه مثلأ پر بل شرکت باندي يوازي د تقلب شک موجود وي ، او په اصطلاح غواړي مخکي له مخکي هغه معلومه کي . ځکه چه د اقتصادي پوليسو دفتر بايد شواهد راټول او هغه وڅيړي . د اقتصادي پوليسو دفتر معمولاً په بحراني حالاتو لکه اوسنی اقتصادی بحران کی ډير کار لري، ځکه چه ډير شرکتونه چه مات سوي دی ، اوعلت يې هم د نورو لخوا تقلب دی، د خپل ژوندی پاته کيدو په خاطر دغه دفتر ته مراجعه کوي .