1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقليم ساتني لپاره د اروپا د اتحاديي مخکښ نقش

۱۳۸۸ آذر ۲۰, جمعه

د آلمان لومړی وزیره: «د آلمان حکومت به په لنده او اوږده موده کی له بی وزلو هيوادونو سره مرسته وکړي ، تر څو چې دغه هيوادونه د هوا او اقليم د ګړندي بدلون نوو حالاتو سره ځان جوړ کړي».

https://p.dw.com/p/L00A
د اقليم ساتني زرغون غورځنګ د اروپا له اتحاديي غوښتنه کوي چي د اقليم په ساتنه کي اوچت ګامونه واخلي
د اقليم ساتني زرغون غورځنګ د اروپا له اتحاديي غوښتنه کوي چي د اقليم په ساتنه کي اوچت ګامونه واخليانځور: AP

اروپايې ټولنه غواړي چې ، دهوا او اقليم د سوتره ساتني په تړاو په خپل مخکښ نقش باندي زور واچوي ، د بروکسل په ستره غونډه کې د اروپا د اتحادیی غړی هيوادونه غواړي چې د پرمختګ په لور هيوادونو سره د بيړنيو مرستو په تړاو فيصله وکړي. په کال 2010 او کال 2012 ميلادي کې اروپايې ټولنه دا نيت لري چې ، د پرمختګ په لور روانو هيوادونو سره په ملياردونو پيسي مرسته وکړي. د همدغي مرستي په تړاو اروپايې هيوادونه دا جوتول غواړي چې دوي په رښتيا د چاپيريال ساتني او پالني ته لاسونه رابډ وهلي دي او په کوپنهاګن کې چې په اوسني وخت کې څه روان دي ، دا په بشپړ ډول ټولو ته داسي جوتول غواړي چې ، دلته لمړي قدم کيښودل شوی دی.

پدي تړاو يو ګڼ شمير اروپايې هيوادونو لکه برطانيه ، سويډن ، بلجيم ، او فنلينډ خپله خوښنه او مننه په ډاګه کړه ، د غونډي په سر کې د لمړي ځل د پاره د يو شمير هيوادونو له اړخه په ګډه دوه مليارده ايورو پورتنې موضوع ته راغونډي کړي شوي.

د آلمان له لوری به هم مرسته تر سره شي ، همدغه خبره د المان لمړي وزيری انګلا مرکل په دغی غونډه کي وکړ:

«د المان حکومت به په لنده او اوږده موده کی د پاره له بی وزلو هيوادونو سره مرسته وکړي ، تر څو چې دغه هيوادونه په خپلو طريقو سره د هوا او اقليم د ګړندي بدلون نوو حالاتو سره ځان جوړ کړي ، زما لپاره هم د کوپنهاګن پايلي او نتيجي خورا مهمي دي» .

که چيري په کوپنهاګن کې پدي تړاو بنسټيیز کار پيل نشي او د هوا او اقليم په تړاو يو نوي او کوټلي تړون رامينځ ته نشي، نو د کيوټو پروتوکول چې په اصل کې د مينځه تلونکي دي او په بدل کې يې بل تړون تر کال 2013 پوري نوي رامينځ ته نشي ، نو بيا به حالات ډير د انديښني وړ وي. اروپايې ټولنه دا هڅي کوي چې د ترقي په لور روانو هيوادونو سره بيړني مرستي په لاره کړي.

پدي هکله د اطريش لمړي وزير ويرنر فيمن داسي وویل:

«هرکله چې يو څه د وخته پيل شي، نو سړي کولي شي چې د پيښو مخنوي وکړي شي ، په اصل کې د هوا او اقليم پيښي دمه نه کوي ، چې مونږ ورته انتظار وه باسو او بيا په ارامه کارونه پيل کړو، زه پدي نظر يم او دا به مي هڅه وي چې هر څومره ژر کيدي شي مونږ خپلی مرستي پيل کړو.»

دا چې کوم هيوادونه لمړي او کوم هيوادونه بيا يو څه وروسته د مرستو څخه برخمن شي ، دا به د وخت خبره وي ، اګر چې د اروپايې ټولني غړو هيوادونو د چاپيريال ساتني او پالني موضوع ته د ړومبیتوب حق ور کړي وه ، خو په دغه ستره غونډه کې په اقتصادي کړکيچونو هم خبري اتري وشوي. ډيرو هيوادونو د يونان کړکيچن حالت ته په نيوکه کونکي نظر کتل ځکه چې د روان اقتصادي کړکيچ له کبله يونان 12,7د نوي پور د بوج لاندي راغلي دي. د اروپايې ټولني د هيوادونو يو څه مخکښ سياستوال لکه د لوکزامبورګ لمړي وزيرجيين کلوډه يونکر، کوم چې اروپا رهبري کوي وايې چې د اروپايې ټولني د پيسو د ثبات لپاره په اوسني وخت کې کوم خطر نه نه لیيدل کيږي .

سوازنه هن/ محمد شيرين گرديوال

کتونکي: عبدالباري حکيم