1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د البغدادي ماينه او زوی نيول سوي دي»

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ آذر ۱۱, سه‌شنبه

داسي ويل کيږي چي د «اسلامي دولت» ډلي د مشر البغدادي يوه ماينه او يو زوی په لبنان کي نيول سوي دي. دغو دواړو غوښتل چي په جعلي پاسپورتونو سره له سوريې څخه سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/1Dy2M
انځور: picture alliance/AP Photo

د لبنان د امنيتي ځواک يوه استازي په بيروت کي ويلي دي، چي د اسلامي دولت ډلي د مشر ابوبکر البغدادي، يوه ماينه او يو زوی، لس ورځي دمخه په داسي حال کي نيول سوي دي چي له سوريې څخه ئې بل هيواد ته سفر کاوه.

يوه پوځي چارواکي ويلي دي، چي دغي ښځي د سوريې تابعيت لاره.

د لبنانۍ ورځپاڼي «السفير» د راپور له مخي دغه ښځه او هلک د دباندنيو استخباراتي ادارو د معلوماتو پر اساس نيول سوي دي.

په دفاع وزارت کي پوښتني گرويږني

د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخي دغي ښځي له خپل يوه زوی سره تلاښ کړی دی چي له سوريې څخه لبنان ته په جعلي پاسپورت سفر وکړي. دغه ښځه تر نيول کېدو وروسته د لبنان د دفاع وزرات ته انتقال سوې او هلته پوښتني گروېږني ځني سوي دي.

له دغي ښځي څخه اوس هم د لبنان د امنيتي چارواکو له خوا پوښتني گروېږني رواني دي.

اسلامي دولت ډلي په عراق او سوريه کي نوري سيمي هم په خپل کنترول کي راوستي دي او هلته ئې خلافت اعلان کړی دی. هغه کسان چي د دوی په نظر کافران ورځي سخت زور زياتی ورسره کوي.

دغي ډلي په سونو داسي انسانان وژلي او اعدام کړي دي، چي وايي دغه کسان له عقيدې څخه اوښتي ول.

البغدادي چي خپل ځان عراقی ښيي د روان کال په جولای مياشت کي ئې خپل ځان خليفه اعلان کړ.