1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د البکر ورور:«آلماني پوليسو زما ورور وژلی دی»

۱۳۹۵ آبان ۱, شنبه

په آلمان کي د توقيف پر وخت د ځان وژنه کوونکي شکمن ترهګر کورنۍ غواړي آلماني چارواکي محاکمه کړي. د جابر البکر ورور حتی آلماني پوليس د خپل ورو په قتل تورن کړي دي.

https://p.dw.com/p/2RYUQ
Deutschland Syrer nach Sprengstoffund in Chemnitz gesucht
انځور: picture-alliance/dpa/Polizei Sachsen

د جابر البکر کورنۍ غواړي چي د آلمان د زاکسن ايالت پر هغو چارواکو حقوقي دعوی وکړي چي په توقيف کي د البکر مسؤل ول. البکر هغه سوريايي مهاجر دی چي آلماني امنيتي چارواکو يې په کور کي په لوړه اندازه چاودېدونکي توکي موندلي ول او هغه تښتېدلی ؤ. وروسته البکر د نورو سوريايانو له خوا و پوليسو ته وسپارل سو. البکر په توقيف کي ځانوژنه وکړه.

د آلمان د لايپڅيګ ښار څارنوال په توقيف کي د البکر د مړيني پلټني کوي او دغه پلټني لا ادامه لري. خو د البکر کورنۍ تر مخه لا پرېکړه کړې چي د البکر د ځانوژنې مخه نيول کېدلای سوای. همدا وجه ده چي د نوموړي کورنۍ غواړي چي د آلمان د زاکسن ايالت اړونده چارواکي محکمې ته کش کړي. دا خبره د البکر د کورنۍ وکيل اليکزاند هيوبنر و آلمانۍ ورځپاڼي «زيوډ ډويچه څايټونګ»، NDR او WDR رسنيو ته کړې ده. د دغه وکيل په وينا دا چي چارواکو البکر په يو عادي توقيفځي کي اچولی ؤ نو اوس بايد پلټنه وسي چي ايا دغه کار سم ؤ که څنګه.

د شکمن ترهګر د کورنۍ وکيل زياته کړې چي البکر په داسي يو اطاق کي بندي کړل سوی ؤ چي هرې دېرش دقيقې وروسته به د چارواکو له خوا کنټرول کېدی. د وکيل په وينا دا د هغه باوجوده چي البکر په دغه توقيف کي د اطاق برقي څراغ مات کړی او په ساکټونو کي يې لاس وهنه کړې وه. خو د آلمان د زاکسن ايالت چارواکي ځان د شکمن ترهګر په ځانوژنه کي پړن نه بولي.

ورور يې پر ځانوژنه شک لري

د البکر يو ورور چي په سوريه کي ژوند کوي و آلمانۍ ورځپاڼي «ډي وېلټ» ته يې په يوه مرکه کي ويلي چي پر دې شک لري چي ورور به يې ځان وژلی وي. نوموړي ويلي: «حتی که هغه په رشتيا هم د داعش غړی ؤ، نو هغوی خو ځانونه نه وژني.» د البکر د دغه ورور په وينا ولي چي په اسلام کي ځان وژنه منعه ده.

د جابر البکر ورور و يادي آلمانۍ ورځپاڼې ته زياته کړې: «زه په پوره توګه په دې متيقين يم چي پوليسو هغه وژلی دی.» خو د آلماني چارواکو د معاينې د راپور له مخي د البکر په وژنه کي د هغه علاوه د بل چا فعاليت يا لاس لرل نه دي تثبيت سوي. د جابر البکر کورنۍ هم د البکر د ورور له لوري د ادعا څخه فاصله نيولې ده.

جابر البکر د اکتوبر په ۱۰مه نېټه د آلمان په لايپڅيګ ښار کي نيول سوی ؤ.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.07.2016):