1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الجزاير په چاودونو کي د مړو شمېر پر ډېرېدو دی

۱۳۸۶ آذر ۲۰, سه‌شنبه

د الجزاير پلازمېنه الجزيره د دوو چاودونو له کبله چي تقريباً په يوه وخت وسوې ولړزېده.

https://p.dw.com/p/DKCF
په الجزيره کي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفترمخ ته چاودنه وسوه
په الجزيره کي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفترمخ ته چاودنه وسوهانځور: picture-alliance / dpa

د اساسي قانون د محکمې مخ ته يو موټر وچاودېدی؛ څو شيبې وروسته د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د پاره د کميساريت د څانګي مخ ته، چي د حيدريه په سيمه کي پرته ده يو بل موټر وچاودی. ويل کيږي، چي تر پنځوسو تنه ډير انسانان وژل سوي او نور ډير ټپيان سوي دي. د قربانيانو په ډله کي د ملګرو ملتونو کارکونکي هم سته، په ښارکي ټليفوني اړيکي قطع سوي دي.

په روان ميلادي کال کي، د الجزاير هغو ډلو چي د القاعدې د ترورستي شبکې سره نژدې اړيکي لري، څو واره په الجزاير کي يرغلونه کړي دي، د هغو په ډله کي په الجزاير کي د اپريل د مياشتي ځانمرګی بريد چي 33 تنه پکښي ووژل سول.