1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الجزيره خبريالانو ته درې کاله بند وخوت

اژانسونه/نسيم صابر۱۳۹۴ شهریور ۷, شنبه

په ټوله نړۍ کې کلکي نيوکې او اعتراضونه وشول. خو سره له دې په قاهره کې اړونده محکمه له خپل موقفه وانه وښتله. د دغه حکم په وړاندې درې تنه ژورناليستان اوس مرافعه طلبي کولای شي.

https://p.dw.com/p/1GNp3
انځور: picture-alliance/dpa/K. Elfiqi

پيټر گرېست، محمد فهمي او بحر محمد درې واړه خبريالان، استراليايي پېټر گرېست او د هغه مصري همکاران محمد فهمي او بحر محمد، د ۲۰۱۴ کال په نيمايي کې په ابتداييه محکمه کې په ۷ او ۱۰ کاله بند محکوم شوي ول ځکه چې د تور له مخي د منع شوي اخوان المسلمين گوند څخه يې ملاتړ کړی و.

په هغوی باندې تور و چې د آزاد ټاکل شوي ولسمشر، محمد مرسي، تر پرځېدو وروسته يې «ناسم خبرونه» خپاره کړي ول. نه يوازې دا چې دغه قضيه په نړيواله کچه غندل کېدله، بلکې ولسمشر عبدالفتاح سيسي هم له دغې قصيې څخه فاصله ونيوله.

د ولسمشر سيسي د دستور په اساس گرېست په فبروري کې له بند څخه خلاص او له مصر څخه وايستل شو. کاناډايي تبعه محمد فهمي له بند څخه د موقت لپاره د وتلو په بدل کې د مصر له تابعيت څخه لاس په سر شو، خو له هېواده د وتلو اجازه ورنه کړل شوه. بحر محمد، د پيسو د نقدي ضمانت په بدل کې لنډمهاله آزاد شو.

په داسې حال کې چې فهمي او بحر محمد دغه شنبه د محکمې په تالار کې حاضر ول، گرېست په غياب کې هم محکوم شو. له حکم وروسته دواړه حاضر خبريالان سمدلاسه زندان ته واچول شول. د «الجزيره» په نوم رسنۍ د لومړي غبرگون په توگه د خپلو همکارانو له پاره درې کاله بند «د رسنيو پر آزادۍ باندې شعوري تېری» بللی دی.

د ۲۰۱۳ کال په پای کې نيول شوي ژورناليستان ځانونه د مصر او قطر تر منځ د يو سياسي کړکېچ قربانيان گڼي. الجيره د قطر د حاکمې کورنۍ رسنۍ ده، او دغه کورنۍ د اخوان المسلمين گوند څخه ملاتړ کوي.