1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الجزيري کمره من له گوانتانامو څخه خوشی شوی دی

Kühntopp, Carsten / Amman (WDR)۱۳۸۷ اردیبهشت ۲۰, جمعه

د امريکا متحده ايالاتو په ګوانتانامو کی د الجزيری د خبری تلويزيون يو سودانی کمره من، وروسته له شپږو کلونو بند، خوشی کړ. دغه کمره من چی ۳۸ کاله عمر لری او سمع الحاج نوميږی پرته د یوی دعوا له اقامی څخه بندی شوی و.

https://p.dw.com/p/DxCk
د Al-Jazeera ټلويزيون نښان
د Al-Jazeera ټلويزيون نښان

د امريکی پوځی قواوو هغه له ۲۰۰۷ کاله څخه راپديخوا د نه خوړلو د اعتصاب له کبله په زور تغذیه کاوه.
په دی هکله تاسو ته د کارستن کیونتوب رپوټ وړاندی کوم:

کله چی سمع الحاج د جمعی په شپه د سودان په پلازمینه خرطوم کی خپل کور ته بیرته ستون شوو، د الجزیری ټلویزیون د هغه د بیرته ستنیدو جریان په ژوندی توګه ښکاره کاوه. امریکایی عسکرو الحاج له یوی پوځی الوتکی څخه و ایسته، له هماغه وخته راهیسی په یوه روغتون کی بستر دی،چیرته چی د هغه معاینه او پالنه کیږی. د الجزیری د ټلویزیون رییس ودا خانفار، خاص د خپل یو همکار د ښه راغلاست لپاره خرطوم ته ورغلی وه او ووایی:

«هغه ډیر ستړی ستومانه ښکاریده. هغه نشوکولای چی پر پښو لاړ شی او باید چی د روغتون یوی کوټی ته د چپرکټ په واسطه لیږدول شوای وای، چیرته چی اوس ډاکټران د هغه پالنه کوی.»

سمع الحج په ۲۰۰۱ کال کی کله چی د الجزیری د ټلویزیړن لپاره د کمره من په توګه وظیفه اجرا کوله، د پاکستانی عسکرو لخوا د افغانستان پولی ته نژدی نیول شوی وه. پاکستانیانو هغه امریکاییانو ته وسپاره، چی د ۲۰۰۲ کال له وړی څخه راپدیخوا یی په ګوانتانامو بی کی بندی ؤ. دا چی امریکا متحده ایالاتو د هغه پر خلاف څه تور لګولی ؤ نا معلومه ده. د دعوا کوم یو اقامه تر اوسه پوری ندی وړاندی شوی. الحاج د ناروغی له بستر څخه امریکاییان پدی متهموی چی هغوی د ګوانتانامو له بندیانوسره ناوړه چالچلند کوی چی حتا څوک له موږکانو سره هم نه کوی.

«هیله لرو چی نور حکومتونه هم هڅه وکړی چی خپل زامن خلاص کړی، ځکه چی هغوی هلته ډیر په بدو شرایطو کی ژوند کوی. هلته ناوړه چالچلند او مذهبی سپکاوی وجود لری. هغوی د لمونځ اجازه نلری او قرآنکریم ته سپکاوی کیږی.»

څرنګه چی د بی سرحدو ژورنالیستانو سازمان چی د دی ژورنالیست د خلاصیدو لپاره یی مبارزه کړی، وایی: له یوو کال څخه راپدی خوا الحاج د ډوډی د نه خوړلو اعتصاب باندی لاس پوری کړی ؤ او په زوره تغذیه کیده. هغه باید چی څه نا څه ۲۰۰ ځله پوښتنو او ګرویځنو ته حاضرشوای وای، او په وار وار یی ربړول شوی دی. د «ژورنالیستانو د ساتنی دپاره سازمان» په نیویارک کی ویلی دی چی د دعوا له اقامی څخه پرته د الحاج بندی ساتل نا حقه وه او ښکاره کوی چی ژورنالستان د جګړی په سیمو کی له کومو خطرونو سره مخامخ دی. الحج په خرطوم کی وویل چی دی پوهیږی چی ولی بندی شوی و.

«د دلیلونو له جملی څخه یو هم دا هڅه وه چی دغه آزاد ستلایتی خپرونکی دستګاوی چی له یوی مودی څخه راپدیخوا په منځنی ختیځ کی موجود دی، له منځه یوسی. ځکه چی دغه دستګاوی په ډیره لږه موده کی ډیر شیان بریالیتوب سره کشف کړی دی. هغه پلانونه او اقداماتو چی د نړی ددی برخی په مقابل کی موجودی دی.»


په لویدیځ کی الجزیره د القاعدی ډڼډوره یی او تبلیغاتی وسیله ګڼله کیږی، ځګه چی د افغانستان د جګړی په وخت کی د اوسامه بن لادن خاص ویدیویی پیغامونه لاس ته راوړل. خو د هغی ټلویزیون مرکز چی د دوبی په ښار کی دی، داسی تورونه ردوی او وایی چی په هغه وخت کی امریکایی سترو تلویزیونی شبکو هم ډیره هڅه کوله چی د بن لادن ویدیویی پیامونه لاس ته راوړل، خو هغوی د نشراتی امتیازاتو له مقرراتو څخه له سرغړونو سره د الجزیری د تلویزوین داسی ویدیویی خپرونی په غیر فانونی توګه خپرولی.