1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

موگادیشو کې پر پوځي اډې د تندلارو برید

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ خرداد ۳۱, یکشنبه

په سومالیا کې د «الشباب» په نوم د تندلارې ډلې جنگیالیو د دغه هیواد په پلازمینه موگادیشو کې پر پوځي استخباراتي اډې باندې برید کړی دی. په نښته کې د مرگ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1FkOi
انځور: Getty Images/AFP/M. Abdiwahab

د سومالیې د امنیتي چارواکو په حواله د الشباب جنگیالیو پر پوځې استخباراتي اډې باندې د هجوم وروړلو څخه دمخه د اډې د باندې موټر بم چاودنه رامنځ ته کړه. دغه اډې ته څیرمه ودانۍ کې عیني شاهدانو ویلي دي چې د چاودنې په تعقیب سخت متقابل فیرونه تر سره شوي دي.

د سومالیا د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دغه جگړه کې درې یاغیان وژل شوي دي خو امنیتي ځواکونو ته کومه مرگ ژوبله نه ده اوښتې. خو د رویټرز خبري آژانس د الشباب د تندلارې ډلې د ویاند له قوله ویلي دي چې د استخباراتې ادارې «ډیر شمیر» اېجنټان وژل شوي دي.

د سومالیا استخباراتي او ملي امنیت ادارې په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي دي چې دغه یرغل د امنیتي ځواکونو له لوري پر شا تمبول شوی دی او هغوی هیڅوک کومې ودانۍ او یا اډې ته نه دی ننوتی.

الشباب تندلارې ډله په دې هڅه کې ده چې په موگادیشو کې د سومالیا حکومت چې د لویدیځ له ملاتړ څخه برخمن دی رانسکور کړي. نوموړې تندلارې ډلې په تیرو وختونو کې هم د روژې په میاشتې کې بریدونه تر سره کړي دي.

د شنبې په ورځ د نوموړې ډلې له لوري پلازمینې ته څیرمه په یوه جلا برید کې اته افسران وژل شوي وو.

په ۱۹۹۱م کال کې د محمد سیاد بري، د سخت دریځه رژیم تر سقوط وروسته دغه هیواد له بې ثباتۍ سره مخامخ دی. په دغه هیواد کې د افریقایي ټولنې ۲۲ زره عسکر د دې له پاره ځای پر ځای شوي دي چې له نوي حکومت څخه ملاتړ وکړي.