1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعده د پاکستان د څانګي مهم مشر ياسين وژل سوی

۱۳۹۶ فروردین ۶, یکشنبه

د القاعده شبکې د پاکستان د څانګي یو مهم مشر قاري یاسين د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی. هغه د اسلام آباد پر ماریوت هوټل او په لاهور کې د سريلانکا د کرکیټ پر لوبډلې د برید پلانونکی بلل کیده.

https://p.dw.com/p/2Zxlr
US-Drohnen in Afghanistan
انځور: picture alliance/Pacific Press/A. Ronchini

د  القاعده شبکې د پاکستان د څانګي یو مهم مشر قاري یاسين د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی. نوموړی په ۲۰۰۸ م کال کې د اسلام آباد په ماریوت هوټل کې د تر سره شوي بمي برید پلانونکی او په ۲۰۰۹ م کال کې په لاهور کې د سريلانکا د کرکیټ پر لوبډلې د برید مسئول بلل کیده.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت یا پنټاګون د شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۲۵) اعلان وکړ چې د مارچ میاشتې په ۱۹ نیټه یې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د القاعده شبکې د پاکستان د څانګې یو مهم مشر قاري یاسين د بې پیلوټه الوتکو په برید کې وژلی دی.

د پنټاګون له خوا د خپاره شوي بیانیې له مخې قاري یاسين په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د ماریوت پر هوټل د بمي برید پلانونکی وو. په بیانیه کې زیاته شوی چې هغه په ۲۰۰۹ م کال کې د پاکستان په لارهور ښار کې د سريلانکا د کرکیټ لوبډلې پر کاروان هم د برید مسئول وو.

د پنټاګون په خبره قاري یاسين د لسګونو کسانو د وژنې مسئول وو. د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزير جیمز ماتيس ویلي دي چې د یاسين وژل کیدل پر دې دلالت کوي «هغه ترهګر چې اسلام یې بدنامه کړی دی او په قصدي توګه بی ګناه انسانان په نښه کوي، نه شي کولی له عدالت څخه تیښته وکړي.»

په ۲۰۰۸ م کال کې د اسلام آباد په ماریوت هوټل کې د بمي برید په ترڅ کې ۳۵ تنه وژل شوي ول. په دغه برید کې بریدګر پر چاودیدونکو موادو بار موټر د هوټل امنیتي پوستې ته تر رسیدو وروسته انفجار ورکړ.

په ۲۰۰۹ م کال کې یو نقاب پوش یا ماسک لرونکي وسله وال کس پر هغه بس موټر برید وکړ چې د سريلانکا د کرکیټ لوبډله په کښې سپاره ول. د دغه برید په ترڅ کې ۶ پاکستاني پولیس او دوه ملکي خلک ووژل شول.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (18.12.2016):