1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعده شبکې دريم مشر وژل سوی دی

۱۳۸۹ خرداد ۱۱, سه‌شنبه

د نړيوال اسلامي تروريستي سازمان په انټر نيټ پاڼه کي ليکل سوي، چي مصطفي ابوال يزيد وژل سوی. امريکايان ګومان کوي، چي هغه به د بې پيلوټه الوتکو په يو هوايي بريد کي وژل سوی وي

https://p.dw.com/p/Nefu
شيخ سيد المصري د القاعده شبکې دريم لوړ پوړی مشر و
شيخ سيد المصري د القاعده شبکې دريم لوړ پوړی مشر وانځور: AP

پخپله د القاعدې شبکې په خبر پاڼه کي د مصطفي ابوال يزيد د شهادت خبري سوي، خو دا نه دي ويل سوي، چي هغه څنګه وژل سوی دی.

د مصطفي ابو ال يزيد د وژل کيدوخبر په امریکا کي دSite په نامه په هغه انټرنيټي پاڼه کي خپور سوي چي د اسلامي انټرنيټي پاڼو په اړه څېړني کوي.

د امريکا د متحده ايالاتو حکومت وايي چي، ښايي يزيد يوه اونۍ د مخه د خيبر پښتونخوا په نا ارامو قبايلي سيمو کي د بې پيلو ټه امريکايي الوتکو دعملياتو په بهيرکي وژل سوی وي.

د امريکا د حکومت يو استازی وايي: که چير ي د ده د وژل کيدو خبر سم يي، نو د ترهګري سره په مبارزه کي به دا يوه لويه بريا وي.

دکارپوهانو په آند، دغه54 کلن مصري ټبره ترهګر د القاعدې په سازمان کي د مالي چارو مسول او په افغانستان کي د طالبانو سره د القاعدې ارتباطي نپر بلل کېدی.

د اوساما بن لادن او يمن الظواهري څخه وروسته، هغه د القاعدې په سازمان کي دريم مهم مشر بلل کيږي.

هغه د شيخ سيد او ابو سيد المصري په نامه هم شهرت لري. يو امريکايي کار پوه مامور د ABC تلويزيون سره په مرکه کي ويلي، چي « يزيد په مالي او طرحه جوړولو کي لاس درلودی.» هغه د القاعدې په نړيواله اسلامي تروريستي شبکه کي يو مهم کليدي نقش لوباو.

خو په لندن کي دIslamic Obsevatory دڅېړونکي موسسې مشر جسر ال سيري وايي چي، يزيد د القاعدې په پوځي چارو کي هيڅکله کوم مهم مسوليت په غاړه ندی اخيستی. ځکه نو د هغه مرگ به د القاعدې د پوځي عملياتوپر پلانو نو باندي کومه اغيزه ونلري.

يزيد په1989 ميلادي کال کي د القاعدې سازمان دبنياد ايښونکو څخه و. دا هم ويل کيږي، چي هغه د اوساما بن لادن سره کومه خيښي هم لري.

هغه د ډير وخت راهيسي د سازمان د مالي چارو ومسوول و. يزيد د هغو کسانو په ليست کي و چي د 2001 ميلادي کال د سپټمبر د 11 نېټي وروسته يې د امريکا متحده ايالاتو د شتمنيو د او باندي حسابونو تر کنترول لاندي ونيول سول.

د امريکا د متحده ايالاتو پوليسي څانګه FBI په دې عقيده ده، چي يزيد د سپټمبر د 11 نېټې 3 تنو شکمنو ته د ډوبۍ د لاري پيسې استولي وې.

د SITE په قول د هغه وروستۍ انټر نيټي اعلاميه د 2007 ميلادي کال دمی په مياشت کي و، چي په هغه وخت کي د مصر څخه افغانستان ته راغلی دی.

په نيل کي ده د اسلامي جهاد دپاره کار کاوه او په 1989 ميلادي کال کي د مصر د هغه وخت د جمهور رئيس انور السادات د وژلو په پېښه کي د څه وخت دپاره بندي سوی هم و.

AP/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل