1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدي غړو خپل موقت مشر وټاکه

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبه

که څه هم هټکل کيده چي د اسامه د وژني وروسته دي الظواهري د القاعدي د مشر په توګه وټاکل شي خو د دغي شبکي محلي غړو سيف العادل د القاعدي د موقت مشر په توګه ټاکلي. ښايي د دغي ټاکني سره د القاعدي ځيني غړي مخالفت وکړی

https://p.dw.com/p/11Ihk
سیف العادل
سیف العادلانځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

وروسته له هغي چي د القاعدي تروريستي شبکي مشر، اسامه بن لادن، په پاکستان کي د امريکايي پوځيانو لخوا ووژل شو، دغي شبکي د يو رهبر او مشر څخه پرته خپل کارونه پر مخ بيول، خو اوس ښايي د دغي شبکي غړو دي حالت ته د يو موقت مشر په ټاکلو سره د پاي ټکي ايښي وي.

ويل کيږي چي د القاعدي ترورستي شبکي غړو، مصري سیف العادل د دغي شبکي د موقت مشر په توګه تاکلي.

که څه هم داسي هټکل کيده چي ايمن الظواهري دي د القاعدي د دايمي مشر په توګه وټاکل شي، خو ښايي د موقت مشر په ټاکلو سره د القاعدي غړو د ظواهري ټاکنه شا ته اچولي وي.

د القاعدي د شبکي موقت مشر، سيف العادل، پخوا د مصر په پوځ کي د يو ډګوال په توګه پاتي شوي. دي د محمد ابراهيم مکاوي په نوم هم پيژندل کيږي.

د CNN په حواله العادل په 1980 لسيزي کي په افغانستان کي پاتي شوي چيرته چي ده د پخواني شوروي په وړاندي جګړي کي برخه اخيسته.

العادل په 2001 کال کي ايران ته ورسيد چي وويل کيږي هلته يي هم نهه کاله په کلا بندي کي تير کړل. خو تير کال دي پاکستان ته راغي ترڅو له دغه ځاي څخه د القاعدي په عملياتو کي برخه واخلي.

العادل د څو کلونو لپاره د القاعدي د تروريستي شبکي د پوځي کميتي غړي پاتي شوي دي.

العادل د متحده ايالاتو لخوا په دي تورن دي چي ده په 1998 کال کي په هغو حملو کی لاس درلود چی په تانزانيا کي د متحده ايالاتو پر سفارت تر سره شوی وی. دغه خبره د يو اسراييلي ويب پاڼي لخوا شوي.

CNN د نعمان بينوټمن چي يو پخواني اسلامپال دي له خولي ويلي چي د العادل ټاکنه کيداي شي د القاعدي د لوي شورا لخوا نه وي تر سره شوي ځکه چي په اوسنیو شرايطو کي دغه کار د القاعدي لپاره ستونزمن دي. دي کيداي شي چي د يو وړوکي ګروپ لخوا چي په کي د القاعدي محلي مشران ګډون لري ټاکل شوي وي.

د ليبيا د يو اسلامپال ګروپ پخواني مشر،نعمان بينوټمن ، CNN ته دا هم ويلي چي کيداي د القاعدي ځيني غړي د العادل د ټاکلو سره مخالفت وکړي.

اژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي/ احمد ولي اڅکزي