1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې او طالبانو د مشرتابه تر مينځ اختلافونه پيداسوي

۱۳۸۶ اسفند ۲۶, یکشنبه

په دې وروستيو کي داسي آوازې دي چي د طالبانو د مشر ملامحمد عمر او القاعدې د مشرانو تر مينځ يو لړ اختلافونه راغلي په دې اړه د دويچه ويلي خبريال فرهاد محمدي د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځۍ د استاذ نصرالله ستانکزي سره مرکه کړې.

https://p.dw.com/p/DTu2
د القاعدې مشران ايمن الظواهري او اوسامه بن لادين
د القاعدې مشران ايمن الظواهري او اوسامه بن لادينانځور: PA/dpa

دويچه ويلي: څه ډول اختلاف ددوی تر مينځ راغلی؟

ستانکزی: فکر کيږي چي دا اختلاف به ددوی د تکتيکونو عملياتو او همدارنګه ددوی پر هغه عمومي کړنو باندي وي. زه داسي فکرکوم چي اساساً د طالبانو او القاعدې ترمنځ يو واټن موجود دی په ايډيالوژيک لحاظ، هغه په دې مانا چي القاعده هغه افراطي او بنيادګر ګروپونه دي چي ايډيالوژيک برخورد کوي او د اسلام سره سياسي برخورد کوي. په داسي حال کي طالبان اکثراً عنعنوي مسلمانان دي او بنيادګرايي په هغه مانا چي القاعده يي تعبيره وي په هغه مانا دوی په اصطلاح هغه افراطي مسلمانان نه دی، بلکي يوازي هغه مسلمانان دي چي په عنعنوي لحاظ د اسلام لپاره جنګېږي.

تريو حده پوري ممکن ملاعمر لکه چي د امريکا د قواو لخوا ماته خوري متکي سوی وي په القاعدې پورې، اما زه فکر کوم چي اوس به نه يوازي دا چي هغه خپله يوه شبکه راژوندۍ کړې ده دغه ايډيالوژيک اختلافات او همدارنګه د مګړې تکتيکونه او سياسي برخورد دا هغه عوامل دي چي احتمالاً دوی دواړه یو د بل سره جلاکړي دي.

دويچه ويلي: ويل کیږي چي اختلاف د ايران سره د دوستۍ او د پاکستان سره ددښمنۍ کولو پوري اړه لري، په دې مانا چي ويل کيږي د طالبانو مشر تابه غواړي د ايران پر ضد ددښمنۍ څخه لاس واخستل سي، ځکه د هغوی په وينا ايران هم د امريکايانو مخالف دي او پاکستان زموږ لپاره يوعقبي جبهه ده؟

ستانکزی: دا ډير دقيق خبر دی، چي د طالبانو د سقوط په شپو او ورځو کي حتی دوی د ايران سره نژدې اړيکي درلودې. په دې وروستيو کي هم د رسنيو څخه اورېدل کيږي. اوپه ځينو مواريدو کي ايراني سلاوي هم کارول سوي دي او دافغانستان د امنيتي مقاماتو لاس ته ورغلي دي، زه داسي فکر کوم چي طالبان غواړي چي د يوه خوا ددغه موقيعت نه استفاده وکړي او دغه راز خپله ايرانيان هم غواړي چي طالبان په اصتلاح په دغه موقيعت کي امريکا ته يو مشکيل جوړ کړي غرب ته ستونزي جوړي کړي، مګر که بله خوا وګورو د القاعدې شبکه د ايران په منګولو کي ځان نه ورکوي او د ايراني مقاماتو سره او د شيع له مذهب سره او د بلي خوا د ايران د مقاماتو څخه القاعده بيريږي ځکه د هغوي په فکر داسي نه چي د دوی پر سره د سعودي سره معامله وکړي يا د امريکايانو سره، ځکه نو پر ايران باندي اعتماد نسي کولای.

دويچه ويلي: په دې وروستيو کي په پاکستان کي هم د ترورستي حملو لمن پراخه سوې ده څه فکر کوی په دې که د القاعدي لاس دی که د پاکستان د طالبانو؟

ستانکزی: دقيقاً زه فکر کوم چي د القاعدې لاس دی او، ځکه چي القاعده اوس په دې فکر کي ده چي د پاکستان مشر هم د امريکا استازی دی، په دې اساس القاعده هلته مشکلات ايجادوي. فکر نه کوم چي پاکستاني طالبان دي دونه وړتيا ولري چي د پاکستان و دولت ته دي پرابلم جوړ کړي.