1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د القاعدې شبکې مرستيال وژل سوی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

د القاعدې تروريستي شبکې د سه شنبې په ورځ په يوتيوب کي په يوه خپره کړې ويډيو کي تائيد کړې ده چي د دوی مرستيال مشر ناصر الوحيشي په يمن کي له دوو نورو جنگياليو سره وژل سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1FhjR
انځور: picture-alliance/dpa

تر دې دمخه د آلمان خبري آژانس په يمن کي القاعدې ته د نزدې کسانو په حواله ليکلي دي چي د دغي تروريستي شبکې دوهم مشر (د الظواهري مرستيال) په يمن کي وژل سوی دئ.

تر دې دمخه د امريکايي تلويزيون سی ان ان ويلي ول چي الوحيشي د جمعې په ورځ د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په يوه بريد کي وژل سوی دئ.

د عربستان په نيمه ټاپو (AQAP) کي د القاعدې د ښاخ مشر ناصر الوحيشي، په مکلا ښار کي د امریکا د بې پيلوټه الوتکي په يوه يرغل کي وژل سوی دئ. ځايي رسنيو هم د القاعدې د مشر ايمن الظواهري د مرستيال د وژني راپور ورکړی دئ.

امريکايي چارواکو په دې اړه ډېر په احتياط سره خبره کړې. «واشنگټن پوست» ورځپاڼي د امریکايي چارواکو په حواله ليکلي دي چي د الوحيشي مرگ لا تر اوسه پوري تائيد سوی نه دئ. دغي ورځپاڼي ته د امریکا د استخباراتو يوه مامور ويلي دي: «موږ کوښښ کوو چي د الوحيشي مرگ بررسي کړو.»

الوحيشي د امریکا په هغه ليست کي دی چي تعقيب ورپسې روان دی.

ناصر الوحيشي د۹۰مي لسيزي په پای کي افغانستان ته تللی وو او هلته د القاعدې د هغه مهال د مشر اسامه بن لادن له باوري کسانو څخه وو. هغه په افغانستان کي د طالبانو پر رژيم باندي د امريکايانو د يرغل پرمهال په ۲۰۰۲ کي ايران ته وتښتېد. په ايران کي هغه ونيول سو او خپل هيواد يمن ته وسپارل سو.

لوحيشي بې له محکمې په خپل هيواد کي بندي سو، څو په ۲۰۰۶م کال کي له ۲۲ نورو کسانو څخه د يوه تونل له لاري له زندان وتښتېد. په ۲۰۰۷م کال کي هغه په خپل هيواد کي د القاعدې د تروريستي شبکې ښاخ مشر سو. وروسته بيا په ۲۰۰۹م کال کي دغه ښاخ د عربستان په نيمه ټاپو کي د القاعدې له شبکې سره يو ځای سو.


په يمن کي د القاعدې تر ټولو خطرناکه ښاخ

په يمن کي د القاعدې ښاخ د امريکا متحدو ايالاتو له خوا د عربستان په نيمه ټاپو کي تر ټولو خطرناکه ډله بلل سوې ده. په ۲۰۱۴م کال کي امريکا متحدو ايالاتو په يمن کي د ۸ تروريستان پر سر چي په هغه کي ناصر الوحيشي هم شامل دی د ۴۵ ميليونو ډالرو انعام اعلان وکړ.

الوحيشي په ۲۰۱۳م کال کي د القاعدې د تروريستي شبکې د مشر ايمن الظواهري د مرستيال په توگه ونومول سو.

ويل کيږي چي الوحيشي په يمن کي د حوثي ياغيانو او حکومت تر منځ جگړې څخه گټه اخيستې وه او په دغه هيواد کي ئې خوندي ځايونه موندلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب