1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان حکومت په بحرين کښي د بندیانو د ازادیدو غوشتنه وکړه

۱۳۹۱ فروردین ۳۰, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14ffo

د المان د حکومت د بشر د حقوقونو استازي مارکوس لونينګ، په بحرين کښي د سوونو بنديانو د خلاصيدو غوښتنه کړې ده. لونينګ په برلين کښي د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو اترو کې ویلي دي چې د عربي پسرلي د اعتراضونو پر مهال نيول سوي کسان يو کال وروسته هم به بحرين کښي بنديان دي.

په عين حال کښي ده د بحرين پر سني حکومت تور ولگاوه چي د اکثريت شيعه ګانو پوره حقوق هغوی ته نه ورکوي. د بخښني نړیوال سازمان هم د شنبې او يکشنبې په ورځو په بحرين کښي د موټر چلوولو پر سیالیو باندې انتقاد کړی دئ او ويلي ئې دي چي په داسي يوه هيواد کښي چي له بشري حقوقونو څخه سرغړونه کيږي بايد دا ډول مسابقې دايري نه سي.