1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان د شنو او ازادو ګوندونه له طالبانو سره د خبرو اترو غوښتنه کوي

۱۳۹۱ فروردین ۲۸, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14eUV

په افغانستان کې تر وروستیو بریدونو وورسته د المان د شنو او ازادو ګوندونو د دفاعي چارو کارپوهانو د لویدیځ او طالبانو تر منځ د نوو خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

د المان د شنو د ګوند د دفاعي چارو سیاستوال امید نوري پور وویل چې سړی باید د طالبانو له هغو ټولو ډلو سره وغږیږي چې خبرو اترو ته چمتو دي.

د ازادو د ګوند د دفاعي سیاست د برخې ویاندې ایلکه هوف، هم ورته څرګندونې وکړې. د کابل په پرونیو بریدونو کې چې پړه ئې طالبانو پر غاړه اخیسته ده د المان د سفارت ودانۍ ته هم زیان رسیدلای دئ.