د المان د مرکزي بانک رئيس پر يونان د تړونونو د مراعتولو ږغ کړی دئ
۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۳, شنبهاعلان
د المان د مرکزي بانک رئيس ينس وايډمان پر يونان ږغ کړی دئ چي د نړیوال وجهي صندوق او اروپايي ټولنې سره کړي قراردادونه مراعت کړي. وايډمان ويلي دي چي که يونان دغه قرارادونه فسخه کړي نو دا به د يونان يوه دموکراتيکه پرېکړه وي خو په پايله کي به ئې پر يونان اقتصادي مرستي ودريږي.
نوموړي د المانۍ ورځپاڼي زيود دويچه څايتونگ، سره په مرکه کي ويلي دي چي هغه هيوادونه چي د يونان سره اقتصادي مرستي کوي ورڅخه په کور دننه دلايل غوښتل کيږي. وايډ مان ويلي دي چي که يونان د يورو پول واحد د زون څخه ووزي نو به د يورو د نورو غړو هيوادونو وضعه دومره خرابه نه کړي لکه خپله.