1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان صدراعظمي کاناډا ته سفر کړی دئ

۱۳۹۱ مرداد ۲۶, پنجشنبه

د المان صدراعظمه انگېلا میرکل، د چهار شبنې په ورځ د کاناډا پلازمېني اوتاوا ته رسېدلې ده. ددې د سفر هدف د دواړو هيوادونو تر منځ تجارتي اړيکي او د نړيوال اقتصاد پياوړي کول دي.

https://p.dw.com/p/15qV0
انځور: Reuters

ميرکل به له خپل کاناډايي سيال ستيفن هار پر سره پر تجارتي او اقتصادي اړيکو باندي وږغيږي.

د المان له صدراعظمي سره په دې سفر کې پنځه تنه الماني اقتصاد پوهان هم مله دي، چې له خپلو کاناډايي سیالانو سره به د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو په اړه خبري اتري وکړي.

د دواړو هيوادونو مشران به نن پنجشنبه خبري اتري پيل کړي. المان او کاناډا دواړه د ناټو غړیتوب لري او د G8 د غړو هیوادونو په توگه له یو بل سر نزدې اړیکي لري.

یوه الماني چارواکي ویلي دي چي میرکل او د هغې کاناډايي سیال یو له بله سره په منظم ډول د تلیفون پر ليکه خبري کوي او ښې اړیکي سره لري.

د نظر اختلاف

له دې سفر سره کیدای شي چې د اروپا د پورونو د کړکیچ د له منځه وړلو په برخه کې د المان او کاناډا د نظر اختلاف څرگند شي.

په داسي حال کې چې المان د اروپا د پورونو د کړکیچ د له منځه وړلو له پاره له جوړ شوي مالي صندوق سره ډیري مالي مرستې کړي دي، کاناډا لا تر اوسه پوري له دې صندوق سره کومه مالي مرسته نه ده کړې.

کاناډا ته د میرکل تر رسیدو لږ دمخه د دې هیواد د مالیې وزیر وویل، چې هیواد به ئې له اروپايي هیوادونو سره مالې مرسته و نه کړی:

«د کانادا له پاره دا مهمه نه ده چې خپلي سرچينې د یوې اروپایي ستونزي د حلولو له پاره وکاروي.»

د کاناډا د مالیې وزیر وویل، چې ایتالیا، یونان او هسپانیه باید خپله د مالي کړکېچ د له منځه وړلو له پاره هلي ځلي وکړ.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل