1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان ولسمشر د اسرائیلو له ولسمشر سره لیدلي دي

۱۳۹۱ خرداد ۹, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/153jy

د المان ولسمشر یوآخیم گاوک، په بیت المقدس کې د شیمون پیرس سره لیدلي دي. له گاوک څخه د اسرائیلو د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې په پوځي مراسمو سره هر کلی وشو. گاوک په یوه لنډه بیانیه کې وویل چې المان او اسرائیل تر پخوا ډیر، له یو بل سره نزدې ملگري دي. د دواړو مشرانو په پروگرام کې د یادواشېم د هولوکاست د یادگاري څلي څخه لیدنه هم شامله ده.

د پنجشنبې په ورځ به گاوک فلسطیني سیمو ته سفر وکړی او له هغو څخه به لیدنه هم وکړي. تر گاوک وړاندې د المان ولسمشر کریستیان وولف د ۲۰۱۰م کال د نومبر په میاشت کې هم اسرائیلو ته سفر کړی او د فلسطیني سیمو څخه ئې لیدنه کړې وه.