1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان ولسمشر قطر ته رسېدلی

۱۳۹۰ آذر ۲۰, یکشنبه

د آلمان ولسمشر کرستيان وولف، د خليج هيوادونو په شپږ ورځني سفر قطر ته رسېدلی. هغه د پنجشنبې په ورځ لومړی عمان ته درې ورځنی سفر پيل کړ او تيره ورځ قطر ته ورسېدئ.

https://p.dw.com/p/13QnD
په دوحه کي د المان ولسمشر کرستيان وولف
په دوحه کي د المان ولسمشر کرستيان وولفانځور: picture-alliance/dpa

د عمان څخه د هغه د سفرد سلطان قابوس سره د المان او عمان تر منځ په اړيکو کي د همکاريو پر سر خبري اتري کول وو. سلطان قابوس په عمان کي د تيرو څلورو لسيزو څخه د واک پر ګدۍ ناست دئ.

د ۱۹۹۳م کال څخه وروسته دا د المان د يوه ولسمشر لومړی سفر دئ چي دغه هيواد ته يې کوي. په المان کي عمان ته د دې په خاطر هم په خاصه سترګه کتل کيږي چي عمان نه يوازي د عربي هيوادونو، بلکي د افغانستان او پاکستان سره هم ښې اړيکي لري.

په دي سفر کي د وولف سره د هغه مېرمن بيټينا هم ملګرې ده. د المان ولسمشر قطر ته تر روانيدو د مخه د شنبې په ورځ « د ۲۰۱۱م کال د ډسمبر د مياشتي لسمه»  د عمان په پلازمېنه مسقط کي د مدني ټولني د استازو سره په عربي نړۍ کي د رامنځته شوو تحولاتو پر سر خبري وکړې.

وولف او د هغه مېرمن په مسقط کي د سلطان قابوس، د جومات څخه هم ليدنه کړې، چي د نړۍ په لويو جوماتونو کي شميرل کيږي. په دغه جومات کي په يوه وخت ۱۶ زره تنه لمونځ ادا کولای شي.

د قطر په پلازمېنه دوحه، کي به وولف د دغه هيواد د مشر، د حماد بن خليفه الثاني، سره د منځني ختيځ او په سيمه کي د نورو عربي هيوادونو په سياسي حالاتو خپل نظر شريک کړي.

د قطر په مشري عربي ليګ پر سوريې فشار ډير کړی، تر څو پدغه هيواد کي د مخالفينو په وړاندي زور زياتي ته د پای ټکی کښېښوول شي.

د خليجي هيوادونو د دغه سفر موخه نه يوازي اصلاح غوښتونکو کړيو ته ډاډ ورکول دي، بلکي په دې ترڅ کي د تجارتي اړيکو لا پياوړي کول هم شامل دي.

په قطر کي به د المان د ولسمشر په حضور کي د Siemens اداره د قطر سره د اقتصادي همکاريو يو تړون لاسليک کړي.

وولف به نن « يکشنبه د ۲۰۱۱م کال د دسمبر يوولسمه» د قطر څخه د ابوظهبي پر لور وخوځيږي. چيري چي به هغه د دوه اړخيزو همکاريو کنفرانس پر پرانيستني سربيره، د دغه هيواد د ولسمشر ولي عهد سره هم ليده کاته وکړي.

دويچه ويله/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل