1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان پارلمان مهم اروپايي تړونونه تائيد کړل

۱۳۹۱ تیر ۱۰, شنبه

د المان د پارلمان دواړو خونو د اروپايي مالي تړون او د يورو زون له پاره د ژغورونکي صندوق ملاتړ وکړ. دا دې د الماني حکومت او د لومړۍ وزيرې له پاره يوه ستره بريا بلل کيږي.

https://p.dw.com/p/15Oce
انځور: picture alliance / dpa

د المان د ملي شورا (بوندستگ) څه باندې دريمې برخې د اروپا د ژغور له مالي پلان څخه ملاتړ وکړ‎ چې له مخې به ئې په بودجو کي د کسر کمولو اصول وټاکل شي. همداراز د یورو د ژغور صندوق هم د رایې اچونې له پاره وړاندې شو. په دې صندوق کې به ۵۰۰ مليارده يورو موجودې وي. له دې صندوق څخه به د يورو له هغو غړو هیوادونو سره اقتصادي مرستې کيږي چي له اقتصادي کړکیچ سره مخامخ وي.

د نوموړو اروپايي پروژو له پاره د المان د پارلمان د دواړو خونو اکثريت رايې ځکه حکومت له پاره ستره بريا بلل کيږي چي د تصويب څخه تر مخه په دې هکله مخالف گوند ډیرې ملاحظې لرلې. د دې څخه مخکې چي د وړاندې سوو دوو اروپايي پروژو په هکله رايه اچونه وسي، د المان لومړۍ وزيرې میرکل پخپله وينا کي د دغو تړونونو په حق کي د رايه اچولو سپارښتنه وکړه: « په دې توگه به موږ يو پیغام واستوو او هغه دا چي اروپا زموږ د راتلونکې په معنی ده.»

د المان لومړۍ وزيره د اروپايي ټولنې د تيرې سرمشريزي د پريکړو په هکله تر سختو نيوکو لاندي راغله. د ملي شورا يو شمېر استازو پر ميرکل تور ولگوه چي د بروکسل په وروستۍ غونډه کي ئې د ايټاليې او هسپانيې په گټه او د المان په تاوان هوکړې کړي دي. د اپوزیسیون د سياستوالو تنقيد پر هغو هوکړو وو چي له مخې به ئې د يورو د ژغور له صندوق څخه تر دې وروسته د هيوادونو تر څنگ له بانکونو سره هم اقتصادي مرستې وشي.

په بوندستگ کي د اپوزیسیون د سوسيال ديموکرات گوند غړي کارستن شنايد وويل: «میرکل پخپله پاليسې کي د ۱۸۰ درجو تغير راوستلی دئ.»

همداراز د اپوزیسیون د کيڼ گوند استازي داگمار اينکل مان، ان په لوړ غږ سره د دې غوښتنه وکړه چي د رايه اچونې له پاره وړاندې سوې دغه غونډه دې وځنډول سي. هغه وویل: «بخښنه غواړم ښاغلې رئيسه، خو دلته د پارلمان د تېر ايستلو هڅه روانه ده.»

د يورو زون د اقتصادي ژغور د ميکانيزم يا د ژغور د صندوق په حق کي ۴۹۳ استازو او پر ضد ئې ۱۰۶ استازو رايي ورکړې. د اروپايي مالي تړون په حق کي بيا ۴۹۱ استازو او پر ضد ئې ۱۱۱ استازو خپلي رايې وکارولې. د دغو تړونونو په حق کې نه يوازې د المان حکومتي گوندونو بلکه د اپوزیسیون يو شمېر غړو هم خپلي رايي وکارولې.

د المان پارلمان په داسې حال کي د اړينې دوې پر درې رايو په مرسته د وړاندې سوو اروپايي تړونونو په هکله رايي واچولې چي د دغو تړونونو پر ضد د المان د اساسي قانون په محکمه کي عريضه درج کړل سوې ده. د المان د کيڼ گوند استازي وايي چي د يورو د ژغور صندوق چي پکښي زياته پانگه د المان له خوا اچول کيږي د المان د اساسي قانون سره په ټکر کي ده. تر کومه وخته چې د المان د اساسي قانون محکمې د دغو تړونونو په حق کي خپله پرېکړه نه وي اورولې، دغه تړونونه به هيڅ قانوني حيثت ونه لري.

گېسلر بیرند/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش