1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان پر يو شمېر سفارتونو بيا د رشوت تورونه لگېدلي

۱۳۸۹ آذر ۲۸, یکشنبه

د المان د بهرنيو چارو وزارت يوار بيا د ويزو د ورکړي په برخه کي د اداري فساد د تورونو سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/Qfra
په برلين کي د المان د بهرنيو چارو وزارت يوه برخه
په برلين کي د المان د بهرنيو چارو وزارت يوه برخهانځور: dpa Zentralbild

تر ۲۰۰۴ کال وروسته چي په يو شمېر يوادونو کي د المان د بهرنيو چارو د وزارت پر نمايندگيو باندي د ويزې په برخه کي د رشوت اخستلو تورونه و لگېدل اوس يوار بیا دغه ډول تورونه لگول کیږي.

د بهرنيو چارو وزارت د شپېگل مجلې سره په خبرو کي دا منلې ده چي د هغه هيواد د يو شمېر سفارتونو ځيني کارکوونکي تر دې شک لاندي دي چي د رشوت په بدل کي يې يو شمېر کسانو ته وېزې ورکړي دي.

د شپيگل په وينا د سفارتونو پر ځينو کارکوونکو شک کيږي چي د انسانانو د نړيوالو قاچاق کوونکو څخه يې پيسې اخيستي دي.

د مجلې په خبره د جرمني څارنوالی اوس په دې اړه پلټني پيل کړي. شپيگل زياتوي چي په تورنو کسانو کي سفيران نه بلکي د سفارت کارکونکي تر شک لاندي دي.

د جرمني مجلې شپګل په خبره په افريقا، جنوبي امريکا او د پخواني شوروي اتحاد په جمهوريتونو کي الماني سفارتونه تر شک لاندي دي.

په 2004 م مېلادي کال کي هم ورته دوسيې راپورته سوي وې چي وروسته بيا د بهرنيو چارو وزارت په چوکاټ کي يو لړ بدلونونه راغله.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: احمد ولي اڅکزی