1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان په پارلمان کي د خبرو کولو پر حق باندي بحث

۱۳۹۱ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

د المان د مرکزي پارلمان د وکیلانو د خبرو کولو د حق په اړه واضح مقررات موجود دي،چي یو استازی باید په یوازي سر تر۱۵ دقیقو زیاتي خبري ونه کړي.

https://p.dw.com/p/14fLZ
انځور: dapd

د ټولو فراکسیونونو استازي په قهر دی او وايي، چي موږ به دا خبره و نه منو. دا کار د دیموکراسۍ مفهوم ته تاوان رسوي.
تر اوسه پوري پر دې باندي بحث نه دئ سوی چي دغه وخت دي نورهم رالنډ سي. خوحکومتي ائتلافي ګوندونه او سوسیال ډیموکراټان- SPD غواړي چي په دغه قانون کي اوس بدلون راولي.

دغه خبره هغه وخت راپورته سوه، چي د یورو له بحران څخه د ژغورني په اړه د CDU له ګوند څخه د جرمني د پارلمان رئیس نوربرت لامیرت د حکومت د تګلاري پر ضد خپله وینا اوروله.

کله چی لامیرت خپله دغه وینا د خبرو کولو له حق څخه د استفادې دلیل وباله. نو حکومتي ګوند او اس پې ډې فیصله وکړه چي د خبرو کولو په قانون کي باید بدلون راسي. دغه ګوندونه غواړي په آینده کي یوازي هغو وکیلانو ته په پارلمان کي د خبرو حق ورکړي چي ددوی د فراکسیون له خوا ټاکل سوي وي.

خو د بلي خوا باید په المان کي په رسمي ډول پارلماني فراکسیونونه مجبور کړای نه سي. دا ځکه چي دا کار د دغه هیواد اساسي قانون ته سپکاوی بلل کیږي. دا کار باید د یوه مجبوریت شکل نه، بلکي د یوه دسپلین شکل ونیسي. په دې ډول به نو وکیلان د دې بیره ولري که هغه مراعات نه کړي نو د خپل ګوند له پاره به د دوهم وار له پاره ونه ټاکل سي.

په جرمني کي د خبرو کولو حق د پارلماني دیموکراسۍ د یو مهم جز څخه بلل کیږي. د FDP له ګوند څخه ینس بیرترامس وايي چي که اوس په دې اړه ځیني بدلونونه راسي، نو دا کار به په دغه دیموکراسۍ کی محدودیت راولي. دا په دې معنی چي وکیلان به د رایو د ورکولو له پاره راغوښتل کیږي خو د پرېکړي پر وخت به یوازي د دوی د فراکسیوني ليست د کسانو سره خبري کیږي. دا کار د دیموکراسۍ له اساساتو څخه بیخي لیري دئ.

دCDU له ګوند څخه کلاوس پیتر ویلش وايي، چي دا خبره د ده له پاره د منلو وړ نه ده. دی زیاتوي، چي هیڅ څوک نه سي کولای زما څخه دغه حق واخلي. زه هغه څه وایم چي زما وجدان یې راته وايي.

دغه ډول عکس العملونه د دې باعث سول چی حکومتي فراکسیون او دSPD ګوند د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چي پردې موضوع به له سره فکر وسي.

همدارنګه دFPD ګوند هم په محتاطانه ډول ویلی دي چي سړی باید دغو انتقادونو ته غوږ ونیسي او بیا وروسته په ګډه سره د حل یوه سمه لاره پیدا کړي.

آژانسونه/ گل غوټۍ پوپل
کتونکی: نجيب الله زيارمل