1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان په پوهنتونو کې ګڼه ګوڼه

۱۳۹۰ آبان ۶, جمعه

سږ کال نيم مليون محصلينو په آلمان کې خپل لوړ تحصيلات پيل کړل چې دا په تاريخ کې نوی رکارډ بلل کيږي. د ځای د کمښت له کبله د لکچرونو لپاره ځيني محصلين د پوهنتون پر ځای سينماګانو ته مخه کوي.

https://p.dw.com/p/13128
سږ کال د بل هر کال په پرتله آلماني پوهنتونو کې ډیر نوي محصلان منل شوي دي
سږ کال د بل هر کال په پرتله آلماني پوهنتونو کې ډیر نوي محصلان منل شوي ديانځور: dapd

د کولن پوهنتون د محصلينو په اداره کې تليفون ټوله ورځ کړنګيږي. د دغې ادارې مشر، يوناس تيله، د سيمستر په پيلېدو سره ډېر کار په مخکې لري. هغه وایي:

«ډېر زيات خلک د اوسېدو د ځايونو پوښتنې کوي. ډېر زيات بهرني محصلين په کورونو پسې پوښتنې کوي.»

د دغې ګڼې ګوڼې يو علت دا دی چې ډېرو ليسو په المان کې د بکلوريا اخيستونکو دوه ډوله شاګردان روزلي دي. يو هغه ځوانان چې له ۱۳ کاله درس ويلو وروسته يې بری ليک تر لاسه کړ، بل هغه زده کونکي چې له ۱۲ کاله درس ويلو وروسته دغه هدف ته ورسېدل، چې لامل يې د ښوونې او روزنې په سيستم کې اصلاحات راپه ګوته کيږي.

سربېره پر دې سږ کال عسکري مکلفيت او ملکي مکلفيت دواړه هم ځنډول شوي دي. له دې امله هغه ځوانان چې يا عسکرۍ ته تلل او يا يې په روغتونونو کې کار کاوه، هم پوهنتونو ته مخه کوي.

د کولن پوهنتون عمومي ودانۍ ته څېرمه د محصلينو د خدمتونو مرکز جوړيږي، چې په ۲۰۱۳ م کال کې به تيار وي. خو د محصلانو د ادارې مشر، يوناس تيله، په دې اړه وايي:

«دا هم په اصطلاح په يوې تودې تيږې باندې د يو څاڅکي تويول دي. که وګورو چې په دغې ودانۍ کې به څو سيميناره جوړ شي.»

د لکچر تالارونه به ښايي په راتلونکي کې هم ډېر ډک وي. خو علاوه پر دې د استادانو او محصلينو انډول هم ناسم دی. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو کلونو کې د پروفيسرانو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی.

د کولن په پوهنتون کې هم ۴۰۰ نوي کسان استخدام شوي دي. په دې اړه د کولن پوهنتون وياند، پتريک هونېکر، وايي:

«د ټول پوهنتون په سطح يو استاد د ۶۹ محصلينو په مخکې ولاړ وي. خو توپيرونه هم شته. په حقوقو او اقتصاد کې تناسب يو په سلو دی.»

هغه زیاتوې چې اوس د پخوا په پرتله حالات شوي دي ځکه چې د هغه په وینا پخوا دغه تناسب یو په ۱۴۰ يا ۱۵۰ و.

ګراتول/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش