1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان کابينې د «اتالانتا» ماموريت پراخېدل تصويب کړه

۱۳۹۱ فروردین ۳۰, چهارشنبه

د المان حکومت غواړي، چي د افريقا د عاج په ساحل کي د سمندري غلو په وړاندي مبارزه کي د خپلو عسکرو ماموريت ته فضا نوره هم پراخه کړي.

https://p.dw.com/p/14fpi
انځور: dapd

دغه پريکړه ددې هيواد کابينې د چهارشنبې په غونډه کي کړې ده. خو مخالفو گوندونو خپله اندېښنه ښوولې ده.

تر اوسه پوري د سمندري غلو پر وړاندي مبارزه کي ددوی ماموريت يوازي په سمندر کي محدود وو، په راتلونکې کښي به دغه عمليات هوايي او پر وچه باندي هم وي، خو يوازي به د صوماليا د سوايلو څخه تر ۲ کيلومتره واټن پوري اجازه ولري.

د المان د کابينې دغه پريکړه چي د چهارشنبې په ورځ ئې په برلين کښي وکړه د اروپايي ټولني د «اتالانتا» ماموريت له پاره وه.

له دې سره نو د څرخۍ الوتکو په عملياتو کي د سمندري غلو د ټانکرونو زيرمي او مخابراتي سیستم هم تر بريد لاندي راتلای سي. د پلي عسکرو د ماموريت په اړه څه نه دي ويل سوي.

المان د «اتالانتا» په ماموريت کي د خپلو عسکرو شمېر له ۳۴۲ تنو څخه ۱۴۰۰ تنو ته لوړ کړی دئ. په دغه ماموريت کي د المان د سمندري ځواکونو تر ټولو ستره پوځي کښتۍ «برلين» شامله ده.

د سمندري غلو پروړاندي دغه ماموريت کي چي ساحه ئې د ټولي اروپا تر ساحې يونيم واري غټه ده د لسو څخه تر شلو جنگي کښتۍ د سيمي څارنه کوي. ددې ماموريت موخه داده، چي د تجارتي او ملگرو ملتونو د مرسته رسولو کښتيو ساتنه وسي.

تراندازې ډير خطر؟

په المان کي مخالف گوندونه د«اتالانتا» د ماموريت مخالف دي. د هغوی په خبره په دې ماموريت کي خطر ډير دئ. د هغوی په خبره په دې ماموريت کښي کيدای سي چي هغو خلکو ته تاوان ورسيږي، چي ونډه پکښي نه لري او يا ارويايي عسکر پکښي بنديان سي.

خو د المان په پارلمان کي ددې مخالف سره سره د ماموريت په گټه د ستر اکثريت وړاندوينه کيږي. پارلمان به په راتلونکې مياشت کي په دې اړه خپله پريکړه کوي.

دويچه ويله/ نجيب الله زیارمل
کتونکی: مسعود جهش