1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الوتکي تر رالوېدو وروسته خواشيني

آژانسونه۱۳۹۴ فروردین ۵, چهارشنبه

د «جرمن وېنگز» شرکت د یوې الوتکي رالوېدو چې۱۵۰ تنه پکښې سپاره ول د آلمان خلک سخت خواشیني کړي دي. د فرانسې د الپ په غرونو کې چیري چې الوتکي سقوط کړی دی د ژغورني چاري د چهارشنبې په ورځ بیا پېل شوې.

https://p.dw.com/p/1ExBQ
انځور: Thomas Koehler/photothek.net/Auswärtiges Amt/dpa

له فرانسې څخه د راپورونو له مخې په هغه دره کې چې د رالوېدلي جرمنۍ الوتکي ټوټې موندل شوي دي د هوا وضعیت په نسبي توگه ښه دی. تر دې د مخه د واوري، باران او یا هم د سختو بادونو انديښنه وه.

د الوتکي د سقوط سيمي ته تر ۳۰۰ زيات پوليس او ۳۸۰ تنه د ژغورني کارکوونکي رسېدلي دي.

د پيښي علت تر اوسه لا معلوم نه دی. د الوتکي توربکس موندل شوی دی او وروسته به روښانه شي چې الوتکي ولي سقوط کړی دی.

دغه مسافر وړونکي A320 ډول الوتکه د سه شنبې په ورځ د هسپانيا له برسيلونا هوايي ډگر څخه د جرمني د دوسلدورف هوايي ډگر پر لور الوتلې وه چې د فرانسې په جنوب کي ئې سقوط کړی دی.

په الوتکه کې د پيلوټانو او خدمې په شمول ۱۵۰ کسان سپاره ول. اوس په دغه الوتکه کې د ژوندي پاته سوو انسانانو په اړه تمي نه کيږي. په دغه الوتکه کې ۶۷ تنه جرمنيان هم سپاره ول چي ۱۶ ئې د يوه ښوونځي زده کوونکي او دوې ښوونکي وې.

په قربانیانو کې دغه راز پر ډیرو هسپانویانو سربیره د بریتانيا، ډنمارک، آسترالیا، اسرائیل، مکسیکو، کولمبیا، ارجنټاین او جاپان وگړي هم شامل دي.

په پلان کې ده چې د آلمان صدراعظمه انگيلا ميرکل به نن د چهارشنبې په ورځ د فرانسې له ولسمشر او هسپانيا له صدراعظم سره يو ځای د پیښي ځای ته سفر وکړي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير او د ترانسپورت وزير دوبريندت پرون لا د الوتکي د سقوط ځای ته سفر وکړ.