1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکاد مالي بازارو او بانکو سخت کنټرول په پلان کي دی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۳۱, جمعه

دامريکاد مالي بازارود اصلاحاتو په لار کښي يو مهم قدم پورته سوی دی . د امريکا سناد اصلاحاتو مربوطه مسودې ته60 موافقي او 40 مخالفي رايي ورکړې . دغه مسوده چی د بانکونو سخت کنټرول هم په پام کښي لری

https://p.dw.com/p/NTZO
د امريکا سنا
د امريکا سناانځور: AP

بايد د امريکا د کانگرس د مسودې سره پر تله سي .

سناتور رولانډ بوريس ددغي پريکړي تصويبيدل اعلان کړه . دی کله چي دامريکا دمتحده ايالتونو دمالي اقتصاد دمهمي پريکړي له لاري څخه، داسترپارلماني خنډ ليري کيدی ،دسنا مشري پر غاړه درلوده .دامريکا دمتحده ايالتونوسنا وروسته له درې اونۍ بحثونو پدې اړه خپلي مشوري پای ته ورسولې، اوجمهوررييس اوباما ته په داخلي سياست کي دبريا ديوبلي لاري داواريدو امکان هم برابر شو .

اوباما په ډيري خوشحالۍ سره ديو لړ توضيحاتو به ترڅ کي دسنا ددغي پريکړي هرکلی وکړ ، او دامريکا پر مالي اقتصاد باندي يې دانتقادپه کولو سره څرګنده کړه :

«تيرکال مالي صنايعو تل ددې سمښت د درولو هڅه کوله ،دوی ددې لپاره دخپلو ګټودساتونکو په واسطه خنډونه منځته راوړل او دهغه پر ضد يې د ډيرو مليونو ډالرو په لګښت اشتهارونه کول، خونن مونږ ويلي شو چي دمالي صنايعو هڅي ناکامه شويدي .»

Symbolbild Geld Geldscheine Dollar Yen Euro und Britische Pfund
انځور: ullstein bild - Schöning

ددغه سمښت پلوي دجمهوريت غوښتونکو دګوند درې کسه غړي هم کوي ،چي يو يي دمسوچست دايالت سناتوردی . خو دوو کسو ديموکراټانوبيا دهغه پر ضد رايه ورکړيده .ځکه چي ددوی په نظر دقانون پدې طرحه کي راغلی کنترول کافي ندی .

دقانون پدې بيلو بيلوبرخوکي چي په مجموعي دول په 1500مخونوکي سناته وړاندي شوي دي ،دبانکونو اودبيموڅارنه هم په پام کي نيول شويده اوداامکان په نظر کي نيول شويدی چي هغه بانکونه چي افلاس يي مالي نړۍ ژوري ته غورځولي شي ،بايد وتړل شي . سربيره پردې پدي قانوني طرحه کي دمستهليکينودحمايت دچارواکو منځته راوړل هم په پام کي نيول شويدي ، ترڅو چي د کريدت کارتونو دبانکي تصديو، اود تعميراتي بانکونو لخوادناوړه استفادي مخه ونيسي .

همدغه ډول دبانکونو لخوا دهغو اسنادو خرڅول کنتروليږي چي دهغو ارزښت دبهالرونکو اسنادو دارزښتونو دڅرنګه والي او داوموموادودبيو له لاري ټاکل کيږي . اوهمدغه ډول به دبانکونو دعادي معاملو او دپانګه والۍ په ساحوکي دهغو معاملې لکه هسي چي تر90يموکلونوپوري وې، يودبل څخه بيلي نشي کړای .

خو پدې برخه کي لا کومه پريکړه نده شوې چي لکه هسي چي د ديموکراټ دګوند دکيڼ اړخ ځيني سناتوران يې غوښتونکي دي په بانکونوباندي ددوی په خپل مسوليت له خطرو ډکي احتکاري معاملې منع شي . پدې هکله لا تراوسه سلامشوري رواني دي . په سناکي دديموکراتانو دډلي مشر هري رايد ويلي دي چي دقانون ددغي مسودې په برخه کي دديموکراتانو او جمهوريت غوښتونکو ترمنځ ډير ښه ګډکار شويدی .ده زياته کړيده:

«زماپه نظرداډيرښه بحث وو.سنابايده دي اکثرا همداسي کاروکړي .دا دراتلونکي لپاره ښه لاره

ده .»

08.12.2009 DW-TV Wirtschaft Made in Germany Dollar Deu

دامريکا دمتحده ايالتونو دمالي بازار دسمښت

تر نهايي تصويبيدو پوري لا ډيره لاره پاته ده . دقانونو داطرحه بايد دنماينده ګانو مجلس ته وړاندي شي اوپس له هغه بايده دي دپارلمان دواړه خوني ګډ بحث پرې وکړي .کله چي هغه وخت تصويب شه نو بيا دجمهوررييس اوباما دلاسليک له لاري دعمل جامې اغوستی شي .

روډيگر/ رحيله اميري

کتونکي : محمد قاسم نوري