1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکايانو افغان همکاران د هغه هيواد د ويزې په تمه دي

۱۳۹۰ آذر ۱, سه‌شنبه

هغه افغان ژبارونکي چي د امريکايي سرتيرو او ديپلوماتانو سره يې څو کاله کار کړی دئ وايي، چي اوس يې ژوند ځکه په خطر کي دئ، چي دغه ځواکونه خپل هيواد ته د ستنېدو په درشل کي دي.

https://p.dw.com/p/13Etu
د امريکا گرين کارت
د امريکا گرين کارتانځور: AP

دغه کسان وايي، له هغه پروګرام سره چي دوی خپلي هيلي تړلي وې، چي خپل ځانونه امريکا ته ورسوي ښايي اوس پر دوی عملي نه شي.

د«افغان همکارانو» پروګرام دوه نيم کاله وړاندي د متحده ايالاتو لخوا ومنل شو. د دغه پروګرام په ترڅ کي هغو کسانو ته چي له امريکايي ځواکونو سره يې د څو کلونو له پاره کار کړی وو، د متحده ايالاتو ويزه ورکول کيږي.

دغه پروګرام ته تر اوسه پوري ۲۶۳۰کسانو خپل غوښتون ليکونه ورکړي دي، چي د هغوی له ډلي څخه د ۴۸کسانو غوښتن ليکونه رد شوي او يوازي يو کس د مصاحبې له پاره غوښتل شوي دي.

د دغه پروګرام په ترڅ کي تر اوسه هيچا ته هم ويزه نه ده ورکړل شوې. هغه کسان چي اوس هم د خپلو دوسيو د جوابونو ترلاسه کولو ته منتظر دي وايي چي هغوی د طالبانو لخوا د «خاين» په نوم پيژندل سوي او دا بيره لري چي کله بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي د طالبانو لخوا به ووژل شي.

په کابل کي د امريکا سفارت وايي، چي د دغي پروسې د درخواستيو د ارزوني له پاره يې لا ډير کسان په کار ګمارلي دي. د دغه پروګرام په ترڅ کي به تر ۲۰۱۳کال پوري ۷۵۰۰کسانو ته ويزې ورکړل شي.

په کابل کي د «افغان همکارانو» د پروګرام يوه مسئوله وايي چي د روان کال د سپتمبر د مياشتي را په دېخوا په دغه برخه کي ډير پرمختګ شوی دئ.

د سفارت په وينا اوس يي د۱۱۰کسانو دوسيې منلي دي، چي د لازمو مرحلو د تر سره کولو وروسته به هغوی ته ويزې ورکړل شي.

تر دې وړاندي د متحده ايالاتو دولت خپل افغان کارکوونکو ته يو بل پرګرام هم درلود چي په ترڅ کي يې تر اوسه پوري ۷۹۷ويزي افغانانو ته ورکړل شوي دي.

دا چي د نوي پروګرام په ترڅ کي به څو کسانو ته ويزې ورکړل شي په راتلونکي کي به معلوم سي. خو افغان ژباړونکي وايي چي وخت پر تيريدو دی او دوی د هري ورځي په تيريدو سره د لا ډيرو خطرونو سره مخامخ دي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل