1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکايي خبريال د وژني ويډيو خپره سوې ده

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۲۹, چهارشنبه

«اسلامي دولت» ډلي د هغه امريکايي ژورناليست د وژلو ويډيو خپره کړې ده چي نزدې دوه کاله دمخه په سوريه کي تښتول سوی وو. دغي ډلي ويلي دي چي دغه کار يې په عراق کي پر دوی باندي د امريکايي بمباريو په غچ کي کړی دئ.

https://p.dw.com/p/1CxMZ
انځور: dapd

دغه ويډيو چي د «اسلامي دولت» وسله والي ډلي له خوا په انترنيت کي خپره سوې ده، ښيي چي په تورو کالو کي يو کس د امریکايي ژورناليست جېمس فولي، سر پرې کوي. دغه جلاد د انگلېسي په بريتانوۍ لهجه خبري کوي. داچي دغه پنځه دقيقه يي ويديو به په عراق که سوريه کي ډکه سوې وي، معلومه نه ده.

دغه ۴۰ کلن امریکايي ژورناليست د ۲۰۱۲ کال په وروستيو کي د سوريې په «ادلب» ښار کي د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول سوی وو.

«امريکا ته پيغام»

تروريستانو ادعا کړې ده چي فولي يې په عراق کي د امريکايي بمباريو د غچ اخيستلو په خاطر وژلی دی. «دا امريکا ته يو پيغام دی.» که واشنگټن په عراق کي بمبارۍ بندي نه کړي، نور امريکايي خبريالان به هم ووژل سي.

دغه ويديو تر اوسه پوري د خپلواکو سرچينو له خوا تائيد سوې نه ده. د امریکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما د امنيت شورا وياندي ويلي دي: «استخبارات پر دې باندي کار کوي چي د دغي ويډيو څرنگوالی ژر تر ژره معلوم کړي.» هغې زياته کړې ده: «که دغه خبره واقعت ولري، بيا به نو موږ د یوه بې گناه امريکايي خبريال مرگ شوکه کړي.» اوباما ته د دغي ويډيو په اړه له رخصتيو څخه د بيرته راتگ پرمهال په الوتکه کي د امنيت شورا د يوه غړي له خوا معلومات ورکړل سول.

فولي يو ډېر پياوړی عکاس بلل کېد دی او له بېلابېلو رسنيو سره يې د يوه آزاد خبريال په توگه کار کاوه. د هغه ډيرو همکارانو د ټولنيزو شبکو له خوا د هغه د وژني په اړه خواشيني ښوولې ده.

اوس د عراق په شمال کي کردي او عراقي ځواکونه د امریکا د هوايي بمباريو په مرسته د اسلامي دولت ډلي پرضد جنگیږي. په دغه سيمه کي اسلامي دولت ډلي خلاف اعلان کړی دی.

آلمان عراق ته وسلې لېږي؟

د آلمان د بهرنیو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير ويلي دي چي د هیواد مشرتابه به يې په دغه اونۍ کي په عراق کي کردانو ته د وسلو لېږلو په اړه پريکړه وکړي.

شتاين ماير ويلي دي چي د اسلامي دولت پرضد مبارزه کي دا بسنه نه کوي چي کردان يوازي پر اوږه وټکول سي. «موږ بايد هغه ډېر دقيق واورو چي کردان د اسلامي دولت ډلي د پرمختگ د درولو له پاره په مبارزه کي څه غواړي.» آلمان د ياغيانو پرضد مبارزې په هوايي او مځکنيو بريدونو کي برخه اخيستل رد کړي دي.