1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا استخباراتو اساسي قانون مات کړی دی؟

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله، آژانسونه۱۳۹۲ آذر ۲۶, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو یوې ايالتي محکمې موقتي حکم کړی دی چي د امريکايي وګړو د تليفوني مکالمو راټولول د اساسي قانون خلاف کار دی. په عيني حال کي بيا واشنګټن ويلي دي چي ايدوارد سنود بايد محاکمه سي.

https://p.dw.com/p/1AbAN
انځور: imago/Roland Mühlanger

د امريکا د يوې ايالتي محکمې قاضي ريچارد ليون د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۱۶) د يوه ابتدايي حکم په صادرولو سره د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت ادارې پر هغو عملياتو باندي چي له مخي يې تليفوني مکالمې اورېدل کيږي يوه قوی ضربه وارده کړې ده.

قاضي ليون وويل چي د اساسي قانون د څلورم اصلاح سوي متن له مخي «د فردي حقوقو، کورنو، ليکونو او شخصي لوازمو په برخه کي د خلکو حقوق بايد له څارلو او نامعقولو تصرفاتو څخه خوندي او تر پښو لاندي نه سي.» دا احتمال سته چي د امريکا د ملي امنيت ادارې جاسوسي پروګرام دي د اساسي قانون دغه ماده تر پښو لاندي کړې وي.

ليون د هغه ۶۸ مخيز راپور او د محکمې د حکم په اړه ويلي دي: «زه هيڅ تصور نسم کولای چي د دغه پرمختللی تخنيک په مرسته دي د وګړو د تليفوني مکالمو تر دې هم بله
سيستماتيکه خپلسرانه را ټولونه وي.»

هغه دغه راز ويلي دي چي د امريکا متحده ايالات داسي شواهيد نه لري چي وښيي د دغه هيواد د ملي امنيت ادارې د جاسوسۍ عملياتو د راټولولو پر مهال دي په تليفوني مکالمو کي «په رشتيا هم د يوه تروريستي بريد د ترسره کېدو» خبره په منځ کي وي.

دغه حقوقي دعوه د هغو اسنادو تر افشا کېدو وروسته سوې ده چي د امريکا د ملي امنيت ادارې پخواني کارکوونکي ايدوادر سنودن ويلي دي چي د امريکا استخباراتي اداره د سترو مخابراتي شرکتونو په مرسته د ورځي د ميليونونو وګړو تليفوني مکالمې پټي ثبتوي او اوري.

سپيني ماڼۍ د سنودن بخښل رد کړي دي

د سپيني ماڼۍ وياند جي کرنی د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چي واشنګټن تر اوسه لا د سنودن پر جنايي تورونو باندي ټينګار کوي.

د سپيني ماڼۍ وياند دغه خبره وروسته له هغه کوي چي د امريکا متحده ايالاتو د «سي بي ايس» تلويزيوني شبکې په «۶۰ دقيقه يي» پروګرام کي د امريکا د ملي امنيت ادارې یوه چارواکي وويل چي هغه شخصاً د سنودن د بخښلو په اړه فکر کوي.

کرني خبريالانو ته وویل: «په مجموع کي په دې موضوع کي زموږ په فکر کي بدلون نه دی راغلی.» هغه زياته کړه: «سنودن د پټو اسنادو په افشاکولو باندي تورن سوی دی. هغه باید ژر متحده ايالاتو ته را وګرځي او دلته به زموږ له قضايي سيستم سره سم محاکمه سي.»

د امريکا د ملي امنيت ادارې پخوانی کار کوونکی ايدوارد سنودن چي اوس ورته په روسيه کي لنډمهاله سياسي پناه ورکړه سوې ده له څو مياشتو راهيسي د امریکا د استخباراتي ادارې فعاليتونه افشا کوي.

د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت ادارې يوه چارواکي ريک ليجیت له «سي بي ايس» تلويزيون سره په خبرو کي ويلي دي، هغه فکر کوي چي د استخباراتي ادارې د مخبري سوو اسنادو هغه ډېره برخه چي د سنودن په لاس کي ده تر اوسه لا د عامو خلکو په اختيار کي نه ده ورکړل سوې. ليجيت ويلي دي چي د هغه په شخصي نظر «د سنودن د بخښلو مسله د بحث وړ ده.»

ليجيت د یو شان اسنادو يادونه وکړه چي په خبره يې د هغو له مخي د امريکا د ملي امنيت ادارې قوت او ضعف معلوميږي. په دغو اسنادو کي په ځانګړې توګه هغه ساحې په ګوته سوي دي چي امريکا يې په اړه معلومات نه لري او يا خپل معلومات په لاس راوړي. هغه دغه شان اسناد «د پادشاهي د قلمرو کيلي» ياده کړه.

د هغه په خبره که دغو اسنادو ته يو رقيب هیواد لاس رسی پيدا کړي، دغه معلومات «په دې اړه چي موږ په څه پوهيږو او په څه نه پوهيږو لار اواروي. ضمناً هغوی ته دا امکان برابروي چي معلومات يې د امريکا د استخباراتي ادارې څخه پټ وساتي.»

په دغه «۶۰ دقيقه يي» خپرونه کي د امريکا متحده ايالاتو د ملي امنيت ادارې رييس کيت الکساندر هم برخه لرله او ويې ويل چي هغه د سنودن له عفو کولو سره مخالف دی.

الکساندر وويل: «دغه موضوع يوې يرغمل نيوني ته ورته ده چي ۵۰ تنه يرغمل سوي وي او لس تنه يې وژل سوي وي او وروسته بيا وايي: ما وبخښی، زه به ۴۰ تنه نور يرغمل سوي آزاد کړم.»