1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا او طالبانو تر منځ خبري مهم پړاو ته رسېدلي

۱۳۹۰ آذر ۲۸, دوشنبه

يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي ويلي چي تر لسو مياشتو وروسته د افغان طالبانو سره پټي خبري اتري وروستي پړاو ته رسېدلي او ډير ژر به دا معلوم سي چي په دې لار کي پرمختگ ممکن دئ که نه.

https://p.dw.com/p/13VMX
وسله وال طالبان
وسله وال طالبانانځور: AP

رويترز خبري آژانس لیکي چي په دې اړه لوړي ديپلوماتيکي هلي ځلي پيل شوي، او د امريکا متحده ايالات اوس پردې غور کوي چي د ګوانتانامو د پوځي زندان څخه يو نامعلوم شمېر افغان بنديان افغان دولت ته وسپاري.

ويل کيږي چي د امريکا د متحده ايالاتو چارواکو د طالبانو له استازو سره څو واري غونډي تر سره کړي. زياتره دغه غونډي په آلمان او دوحه کي د کوټي شورا له استازو سره تر سره سوي.

رويترز خبري آژانس پخپله مقاله کي کاږي چي د دغه خبرو اترو ناکاميدل به د افغانستان شخړي ته ادامه ورکړي او ممکن په ۲۰۱۴ کال کي د ناټو له لوري افغان دولت ته د امنيتي چارو تر سپارلو وروسته په افغانستان کي کورنۍ جګړه پيل شي.

خو د دغي پروسې کاميابي به د افغانستان رواني جګړې ته له سياسي لاري د پای ټکی ايښوول وي. ښايي د طالبانو ځيني سخت دريځه دغه خبري و نه مني خو کيدای شي هغوئ بيا د پخلايني په پروسه کي شامل شي.

يو لوړپوړي امريکايي چارواکي چي نوم يې نه دی بربنډ شوئ ويلي، چي موږ داسي ګومان کوو چي له يو مهم پړاو څخه بل پړاو ته اوړو.

د امريکا او طالبانو تر منځ څه موده وړاندي هم د اړيکو ټينگولو خبره شوې وه. خو د بنديانو د ممکنه انتقال په اړه لا په ښکاره توګه څه نه دي ويل شوي.

د ځينو ارقامو له مخي په ګوانتانامو کي ۲۰ تنه افغان زندانيان دي. په دې اړه لا څه نه دي ويل شوي چي له دغو زندانيانو څخه به څوک انتقاليږي او بله دا چي سپيني ماڼۍ ته به څوک دا ضمانت ورکړي چي د کرزي دولت به هغوئ په محبس کي وساتي.

دغه امريکايي چارواکي دا خبرداری هم ورکړی چي د سولي هڅي د طالبانو پر جعلي استازي چي بيا وروسته وپيژندل شو سربيره د څو اړخو له خوا د مشکلاتو سره مخ دي.

د هغه په وينا خپله د طالبانو په منځ کي درز، د کرزي او د هغه د مشاورنيو له خوا شک او ترديد او د پاکستان مهم رول ددغي پروسې په مخ کي خنډ دي.

خو امريکايي چارواکي وايي چي د افغانستان جګړه لکه د نورو جګړو په شان اخر بايد د سولي د خبرو اترو له لاري حل او فصل شي.

که چيري په دغو خبرو اترو کي پرمختګ وشي نو راتلونکی ګام به نورهم څرګند وي او هغه به په ښکار توګه د امريکا متحده ايالاتو له لخوا د افغانستان څخه د باندي د طالبانو له پاره د يوه سياسي دفتر د پرانيستلو څخه ملاتړ وي.

آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل