1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا جمهور ريس د اروپائې ټولني په يوه غونډه کې د هوا او اقليم گړندي بدلون يو پرابلم گڼي

۱۳۸۶ اردیبهشت ۲۴, دوشنبه

د اروپائې ټولني او امريکا تر مينځ د لمړي ځل دپاره د هوا او اقليم د گړندي بدلون د کابو کولود پاره په گډه يو تړون لاسليک شويدي ، خو دا بايد سړي په ډاگه ووائې چې ، پورتني تړون بيدون د کومو ټاکلو موخو او هدفونو څخه لاسليک شويدي .

https://p.dw.com/p/DKIs
انځور: DLR


د المان لمړي وزیري Angela Merkel همدغه تړون د وړاندي تگ يو ستر قدم گڼلي.

د امریکا حکومت د هوا او اقلیم گړندي بدلون ، او د ځمکي د گرميد و پيښي يو غيرعلمي څيز او دماغي ليونتوب باله، خو اوس دي ته مجبوره شوي او ياتياره شوي چې، د اروپائې ټولني سره د گډ کار د پاره په يو څو ټکو اتفاق وکړي.د امريکا جمهور ريس اوس په ډاگه دا ناري وهي چې، مونږ د چټلو او مضرو گازونو سره يو پرابلم لرو .خود امريکا جمهور ريس دا جوته وي نه چې، څنگه د کاربون ډاي اکسايد د گازونو اندازه را ټيټه کړي شي.

اروپائې ټولنه غواړي چې ،د هوا او اقليم د ساتني او پالني په اړوند يو مخکښ رول ولوبوي او دا نيت لري چې ، تر کال 2020 ميلادي پوري د چټلو گازونو اندازه 20% فيصده ته راټيټه کړي .بله مهمه خبره داده چې په راتلونکې کې به په اروپا ئې هيوادونو کې يو گڼ شمير موټري د Bio ډ يزلو په واسطه چليږي، او بريښنا بايد د هغو ډبرو سکرو څخه چې د مضرو توکو څخه خالي وي توليد کړي شي.

سپينه ماڼې اوس هلي ځلي کوي چې ، د چاپيريال ساتني او پالني د پاره په وړو وړو قدمونو پيل وکړي ،خوپه څنگ کې د امريکا نور ايالتونه د همدغي موضوع په اړوند په بیړه روان بريښي اونوي اصولو او قوانينو ته ئې لاره هواره کړيده .په بشپړ ډول د امريکا په اقتصادي کړيو کې پدي اړوند د يو څرگند فکري بدلون نښي نښاني تر سترگو کيږي.