1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا ددفاع وزير افغانستان ته رسېدلی

۱۳۹۰ آذر ۲۲, سه‌شنبه

د امريکا د دفاع وزير، ليون پنيټا، افغانستان ته رسېدلی ترڅو هلته له خپلو پوځي قوماندانو سره وګوري. دا په داسي حال کي ده، چي پاکستان په افغانستان کي پر ميشتو ناټو ځواکونو خپله پوله تړلې ده.

https://p.dw.com/p/13S2O
د امريکا ددفاع وزير ليون پنيتا
د امريکا ددفاع وزير ليون پنيتاانځور: picture alliance/dpa

پنيتا په افغانستان کي د امنيتي پرمختګونو په خوشبيني ښوولې او د خپلو قوماندانانو د شکايتونو اوريدو ته هم چمتو دئ، ځکه چي د پلان له مخي به په را روان کال کي له افغانستان څخه ۲۳۰۰۰ نور امريکايي سرتيري ووزي.

پنيټا تر دي وړاندي افريقا ته هم تللی وو، او تر افغانستان وروسته به عراق، ليبيا او ترکيې ته هم لاړ شي. په عراق کي به پنيټا د امريکايي ځواکونو پوځي اډه وتړي.

پنيټا په داسي حال کي افغانستان ته رسيږي چي پاکستان پريکړه کړي له افغانستان سره په پوله کي د هوايي دفاع سيسټم فعال کړي. پاکستان وروسته تر هغه دغه پريکړه وکړه، چي د ناټو په يوه هوايي بريد کي ۲۴ پاکستاني سرتيرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

تر دي بريد وروسته پاکستان د امريکا څخه وغوښتل چي په دغه هيواد کي شمسي هوايي اډه خالي کړي. پاکستان همداراز د ناټو پر ځواکونو خپله پوله وتړله، د بن کنفرانس يي بايکاټ کړ او له افغانستان سره يې په سرحد کي خپل دوه پوځي مرکزونه وتړل.

په افغانستان مېشت بهرني ځواکونه خپل ۳۰ سلنه اکمالات د پاکستان له لاري تر لاسه کوي.

پنيتا هغو ژورناليستانو ته چي له ده سره يې يو ځای افغانستان ته سفر کاوه ويلي دي، چي فکر کوي ۲۰۱۱ کال د افغانستان په جګړه کي ډير مهم وو. د هغه په خبره په دغه کال کي نړيوالو ځواکونو په افغانستان کي ډيري لاس ته راوړني درلودې.

پنيتا زياته کړې چي په افغانستان کي د ناټو د ځواکونو قوماندان، جان الين، هغه ته ډاډ ورکړی، چي اوس هم د افغانستان او پاکستان پولي ته څېرمه پوځي عمليات په جريان کي دي.

د پنيتا په خبره الن اوس له پاکستان سره د اړيکو د ښه کولو هڅي کوي. پنيټا دغه راز له پاکستان سره د متحده ايالاتو د اړيکو پر ارزښت هم ټينګار کړی دئ.

هغه ويلي دي چي له جان الين سره به، د هغه پلان په اړه هم خبري وکړي چي غواړي د افغانستان له جنوب څخه ځواکونه د دغه هيواد ختيځ ته واستوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل