1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د استازو يوې ډلي د فيډل کاسترو سره کتلي

۱۳۸۸ فروردین ۱۹, چهارشنبه

له کيوبا څخه د امريکې د کانگرس د اوو تنو دموکراتانو پنځه ورځنۍ کتنه له هغه رپوټونو سره سرخوري، چې وايي اوباما په نظر کې لري له کيوبا څخه ځينې امريکايي بنديزونه کم کړي...

https://p.dw.com/p/HSsk
فيدل کاسترو په 2006 ميلادي کال کي تر يوه عمليات وروسته بيا د خلکو په وړاندي نه دی راڅرګند سوی خو څو ويډيوګاني او تصويرونه يې خپاره سوي دي
فيدل کاسترو په 2006 ميلادي کال کي تر يوه عمليات وروسته بيا د خلکو په وړاندي نه دی راڅرګند سوی خو څو ويډيوګاني او تصويرونه يې خپاره سوي ديانځور: AP

د امريکا او کيوبا تر منځ اړيکي د پنځوسو کالو څخه راپدېخوا شلېدلي خو دغه هيواد ته د امريکا د کانګريس د يو پلاوي په سفر سره داسي ښکاري چي ددغه دواړو هيوادونو تر منځ د سړو اړيکو کنګل د ويلي کيدو په حال کي وي. هم پخپله کاسترو او د هغه ورور راول کاسترو داخبره جوته کړې چي دوی غواړي د امريکا د متحده ايالاتو سره خبري وسي.

لکه څرنگه چې په خپل وخت سره په خبرونو کې هم دا رپوټ ورکړل شو، د امريکې څو تنو استازو د کيوبا له پخواني مشر فيډل کاسترو او د هغه له ورور موجوده مشر راول کاسترو سره په داسې حال کې کتلي دي، چې وروسته له 50 کاله تاوتريخوالي او سړې جگړې له پای ته رسېدنې سره يې څه ناڅه نرمښت تر کت راغلی دئ.

د فرانسپرس آژانس په خپل دې اوږد رپوټ کې وړاندې ليکي، دواړو وروڼو دا خبره کړېده، چې د کيوبا هېواد د امريکې له متحده ايالتونو سره خبرو اترو ته چمتو دئ، دا په داسې حال کې چې امريکايۍ استازې باربارا لي څرگنده کړه، دا او ملگري يې هيله لري د امريکې د متحده ايالتونو او کيوبا په اړيکو کې به د اولسمشر بارک اوباما تر مشرتابه لاندې ښه والی راشي. نوموړې د دوشنبې په ورځ له فيډل کاسترو سره تر کتنې وروسته زياته کړه، له همدې کبله موږ دلته راغلي يو.

له کيوبا څخه د امريکې د کانگرس د اوو تنو دموکراتانو پنځه ورځنۍ کتنه له هغه رپوټونو سره سرخوري، چې وايي اوباما په نظر کې لري له کيوبا څخه ځينې امريکايي بنديزونه کم کړي.

د امريکې متحده ايالتونو پر خپل گاونډي او له 1962 ميلادي کال راپديخوا په سيمه کې يواځيني کمونست هېواد کوريا باندې بشپړ اقتصادي بنديزونه لگولي. خو اوس د امريکې په سنا کې يو وړانديز له اولسمشر بارک اوباما څخه غوښتنه کوي، چې کيوبا ته د اړيکو ښه کولو په خاطر يو ځانگړی استازی واستوي.

کيوبا ته د جمعې په ورځ له رسېدنې سره امريکايي پلاوي، د ملي شورا د مشر او د بهرنيو چارو د وزير په گډون، له څو تنو لوړکچو کيوبايي چارواکو سره وکتل.

امريکايي استازو د دوشنبې په ورځ 77 کلن راول کاسترو وليد، چا چې د 2006 ميلادي کال د جولای په مياشت کې له خېل ناروغ ورور فيډل کاسترو څخه د چارو واگې په لاس کې واخيستې او د تير کال د فبرورۍ په مياشت کې په رسمي ډول سره د کيوبا مشر وبلل شو.

د سه شنبې په ورځ په يوې دولتي اعلاميه کې وويل شول چې اولسمشر له سپينې ماڼۍ سره پر هره موضوع باندې خبرو اترو ته چمتو دئ، په دې شرط سره چې د برابرتيا او ملي خپلواکۍ ته د درناوي او د خود اراديت پوره حق به پکې مراعات کيږي. د کمونست گوند په نشراتي ارگان گرانما نومې ورځپاڼې کې وړاندې ښکل شوي وو، د کيوبا دريز، د دې هېواد له انقلاب راپديخوا له پنځوسو کالونو راهيسې په ډول ډول موضوعگانو کې روښانه شوی.

د دوی له کتنې څخه وروسته امريکايۍ لي رپوټچيانو ته په ډاگه کړه، چې د دوی د ليدنې کتنې موضوعگانې د دواړو خواوو د عمومي او اقتصادي اړيکو د بهتره کېدنې په برخه کې وې.

دې له راول کاسترو سره خبرې اترې آزادې او پراخه وبللې، او دا يې زياته کړه، دا او ملگري يې په دې باندې باور لري، چې د کيوبا مشرتابه په دې ښه پوهيږي، له امريکې سره د دوی د اړيکو نورمالېدنه او ورڅخه د بندېزونه لېرې کونه د دواړو ملکونو په گټه ده.

لي په ډاگه کړه، په خبرو کې د بې قيداوشرطه کيوبايي او امريکايي شريکو خبرواترو د بهير د منځ ته راتگ موضوع هم مطرح شوه، او دا به سپينې ماڼې ته دا پيغام رسوي، چې له کيوبا سره د دې ډول خبرو اترو موقع همدا اوس رارسېدلې.

د امريکې د پارلمان د اولسي جرگې مشرې مېرمن نانسي پيلوسي، له کيوبا څخه د خپلو ملگرو د کتنې په اړوند د CNN تلويزيون د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، بنديزونو ډېره زياته گټه نه ده رسولې.

د 82 کلن فيډل کاسترو، لي او د نوموړو د دوو ملگرو تر منځ کتنه، امريکې ته له روانېدو څخه لږ څه وړاندې، د سه شنبې په ورځ په هوانا کې تر سره شوه. لي واشنگټن ته په رسېدلو سره وويل، چې د فيډل کاسترو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دئ. هغه پياوړی ښکاري او ورسره مو د ده په کور کې وليدل. لي CNN ته دا هم جوته کړه، چې د کتنې په مهال د کاسترو مېرمن هم په کور کې وه او زوی يې عکسونه اخيستل.

فيډل کاسترو د يکشنبې په ورځ په يوې کمپيوټري پاڼه کې څرگنده کړې وه، چې د امريکې له متحده ايالتونو سره د خبرو اترو هرکلی کوي. ده زياته کړې، پر کيوبا باندې د امريکې 47 کلن بنديزونه يوه لويه ناکامي وه.

فرانسپرس/ عارف وردگ

کتونکی. زيارمل