1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د استخباراتو د 13 تنو کارکونکو په وړاندې د نيولو حکم وشو

۱۳۸۵ بهمن ۱۲, پنجشنبه

د امريکا د متحده آيالاتو حکومت د سي آی اي د څارگرې ادارې د 13 تنو کارکونکو د نيولو د حکم په وړاندې غبرگون نه دی ښکاره کړی، بلکې د غبرگون ښکاره کولو څخه يې ډډه کړې ده. د بهرنيو چارو د وزارت وياند شان مک کورمک وويل سړی تر هغې پورې انتظار باسي تر څو چې نور جزيات رابرسېره شي.

https://p.dw.com/p/DKFX
خالد المصري وايي دی برمته شوی او د سي آی اي لخوا افغانستان ته بيول شوی و
خالد المصري وايي دی برمته شوی او د سي آی اي لخوا افغانستان ته بيول شوی وانځور: AP
هغه په دې ټينگار وکړ چې متحده آيالات د خپلو ملگرو او ټلوالو خپلواکۍ ته درناوی لري. امريکا د ده په وينا له آلمان سره ښې اړيکې پالي او دغه همکاري هم د تروريزم په وړاندې په مبارزه کې ډېره گټوره ده. ويل کېږي چې د سي آی اي د څارگرې ادارې کارکونکو يو لبنانی آلمانی خالد المصري د 2003 م کال د دسمبر په مياشت کې د مقدونيې او صربستان گډې پولې ته څېرمه نيولی و او تر برمته کولو وروسته يې افغانستان ته استولی و. د آلمان د مونشن ښار څارنوال پرون د دغو اجينتانو په وړاندې د نيولو حکم کړی و.