1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په بايسکل ځغاسته کي پښه ماته کړې

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۱۰, یکشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو د وزير جان کيري پښه ماته سوې ده. د خبري آژانسونو د راپورنو له مخي کيري په فرانسه کي بايسکل چلاوه ټکر ئې کړی دئ. د پښې د ماتېدو خبر د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تائيد کړی دی.

https://p.dw.com/p/1FZgh
انځور: picture-alliance/Epa/Gunther

د آلمان خبري آژانس په حواله د امریکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کيري مخکي له دې چي نن د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می ۳۱مه) غرمه مهال د هسپانيا په مادريد کي يوې غونډي ته سفر وکړي په فرانسه کي يې د بايسکل ځغاستي ورزش کاوه چي ټکر ئې کړی دی او پښه ئې ماته سوې ده.

د آلمان د خبري آژانس د راپور له مخي دغه ۷۱ کلن سياستوال ته نور زيان نه دی رسېدلی او روغتيايي حالت ئې د ډاډ وړ دئ.

د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت پيښه تائيد کړې ده، او ويلي ئې دي چي کيري فرانسې او مادريد ته خپل سفر لغو کړی او د درملني له پاره بيرته امريکا متحدو ايالاتو ته ستنيږي.

ويل کيږي چي د کيري د راسته پښې د ورانه هډوکی مات سوی دئ. د کيري وياند جان کربي ويلي دي چي د کيري روغتيايي وضعيت ښه او هغه په حال کي دئ.

د هغه په خبره پيښه د سويس سرحد ته نژدې د فرانسې په «Scionzier» ښار کي رامنځ ته سوې ده. له کيري سره د بايسکل ځغاستي پرمهال مرسته کوونکي او ډاکټران هم ورسره ول او د پيښې پرمهال حاضر ول.

کيري د بايسکل ځغلولو شوقي دئ او هر وخت چي له هيواده دباندي سفر کوي خپل بايسکل هم له ځانه سره انتقالوي.

کيري تر دغي پيښي وروسته د ژنيو پوهنتون کلينک ته په يوه څرخۍ الوتکه کي انتفال سوی او هلته ئې درملنه پيل سوې ده.

کيري د شنبې په ورځ په ژنيو کي د ايران د اتومي لانجې په اړه له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره ملاقات لرل.