1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د جمهوري رياست انتخابات ټوله نړۍ په انتظارونو بدرګه کوي

۱۳۸۷ آبان ۱۴, سه‌شنبه

د افغانستان په شمول د نړۍ اکثره هيوادونه د امريکا د نوی جمهورريس څخه د ډيرو نوو کارونو تمه لري

https://p.dw.com/p/FnL0
د انتخاباتو و نتايجو ته انتظار
د انتخاباتو و نتايجو ته انتظارانځور: AP

لومړی سر به روسيې ته ووهو چي دغه هیواد د امریکا د نوي جمهور رییس څخه څه انتظار لري.

روسیه.

مسکو په متحده ایالاتو کي انتخابات په دې هیلو پوري تړلي دي چي سپینه ماڼۍ په راتلونکي کي د یو اقتصادي ځواک کيدو په لور د روسیې امنیتي ګټو ته تفاهم ولري. جمهور رییس بوش د خپل قدرت په پراختیايي سیاست سره په وار وار روسان د طغیان کچي ته لمسولي دي. په پولنډ او چک کي د پلان سوو توغنديو ددفاعي سیسټم پر نصبولو سر بیره، په ناټو کي يې د ګرجستان او اوکراین د غړیتوب غوښتنه هم کړې ده. د قفقاز په وروستۍ لنډه جګړه کي امریکا روسيې ته سختي ګوت نیوني وکړې. د بوش د ځای ناستي څخه مسکو د بشري حقوقو په مسایلوکي د واقعیت بینۍ غوښتونکی دﺉ.

اسرايیل.

اسراییل د امریکا له نوي جمهور رییس څخه غواړي چي له ایران سره په اټومي لانجه کي یو سخت سیاست تعقیب کړي، هغه یو سیاست چي له بندیزونو سره جوخت وي، همدا راز د فلسطین د حماس د ریدکالي ډلي په وړاندي پخواني تجریدي سیاست ته دوام ورکړل سي. سر بیره پر دې، د اسراییلو هر حکومت د امریکا له نوی جمهور رییس څخه هیله لري چي پر اسراییلو باندي ډیر فشار را نه وړل سي او له فلسطینیانو سره د سولي په خبرو اترو کي ډیري زیاتي تیریدني ونه کړي. د فلسطینیانو د خپلو اکمني ادارې مشر، محمود عباس هیله لري چي له اسراییلو سره د سولي خبري اتري دوام پیدا کړي.د حماس سازمان بیا غواړي چي د هغه پر ضد نړیوال بندیز لیري سي.

فرانسه.

ښايي تعجب وکړی، چي ووایم فرانسه غواړي څوک انتخاب کړي. فرانسه هیله لري چي بارک اوباما،د امریکا جمهور رییس وګرځي.حتی د فرانسې جمهور رییس نیکولا سرکوزي، چي دبوش ډیر نژدې ملګری هم دی، د دې پلوی دی چي اوباما په دې انتخاباتو کي بریالی راووزي. سرکوزي، هیله من دی چي د اوباما بریالیتوب د اروپا د اتحاديې او امریکا متحده ایالاتو تر مینځ د ملګرتیا یوه نوې زمانه پیل سي. د نړۍ په ګوټ ګوټ کي په کړکیچنو کي ګډ پوځي عملیات، د اقلیمي بدلون پر ضد مبارزه او د يو نوي نړیوال مالي نظام جوړول، دا ټول هغه مسایل دي چي د فرانسې حکومت د امریکا د جمهوري رياست انتخاباتو په پام کي نيولو سره،خپلي اجنداکي نیولي دي.

برتانيه.

په برتانيې کي څارونکي په دې نظر دي چي د متحده ایالاتو نوی جمهور رییس ښايي له برتانيې او نورو اروپايي هیوادونو څخه وغواړي چي په زر ګونه نور سرتیري افغانستان ته واستوي. په دې ډول ښايي لومړی وزیر، ګورډن براون وغواړي،له عراق څخه د وتلو وروسته، د افغانستان لپاره د نوو سر تیرو په تيارولو سره د امریکا او بریتانيې اړیکو ته نوې سا ورکړي. براون د امریکا له نوي جمهور رییس څخه هیله من دی چي په نړیوال مالي کړکیچ کي« یو غښتلی مخکښ نقش» ولوبوي.

افغانستان.

په افغانستان کي خلک له جګړې څخه ستړي سوي دي. هلته انتظارونه ډیر زیات دي. د افغانستان حکومت د نوي جمهور ریس څخه ښايي وغواړي چي پر ګاوندي هیواد پاکستان باندي فشار ډير سي، تر څو د رډيکالو زور پالونکو پر خلاف په رښتينې توګه په عمل لاس پوري کړي. له بلي خوا، دا انتظار کیږي چي د افغانستان په دننه کي په پوځي عملیاتوکي د افغانستان له حکومت او پوځ سره همږغي رامنځ ته سي، د خلکو انتظار دا دی چي د پټو سترګوعملیاتو ته د پای ټکی کښېښودل سي.دا چي د افغانستان اوسنی حکومت د اوباما او که د مک کين انتخاب غواړي، ښايي سړی په زغرده څه ونه وايي، خو اوباما افغانستان ته د خپل سفر څخه د مخه د جمهور رییس کرزي، پر حکومت باندي نیوکه کړې وه، چي ګواکي په دې موده کي د افغانانو لپاره يې څه نه دي کړي، حتی جان مک کين د خپلي انتخاباتي مبارزې په یوه وینا کي د اوباما دا ډول ګوت نیونه د امریکا یو متحد ته سپکاوی وګاڼه. خو په ټولیزه توګه دواړو اوباما او مک کين ویلي دي، چي هغوی به افغانستان ته نور اضافه سرتیري واستوي.

پاکستان.

د دنیا په بل هیڅ هیواد کي د جمهور ريیس بوش د حکومت څخه دومره کرکه نه کيږي، لکه په پاکستان کي. که څه په رسمي توګه په آسلام آباد کي حکومت که له تروریزم سره په مبارزه کي د امریکا نژدې متحد دی.خو د پاکستان خلک د دغي مبارزې تر شا ولاړ نه دي. په خاصه توګه چي په دې وروستیو میاشتوکي د پاکستان پر خاوره باندي د افغانستان له دننه څخه توغندۍ او هوايي بریدون کیږي. پاکستانیان وايي: چي دا د امریکایانوکار دی، دغه ډول حملو هغوی سخت په غوسه کړي دي.

هندوستان.

هند يوازنی هیواد دی چي د جمهور رییس بوش د حکومت له دورې څخه يې ګټه ترلاسه کړې ده. بوش هند ته د ملکي مقصدونو لپاره د اټومي تخنیک د ورکولوسره، په حقیقت کي دغه هیواد د اټومي قدرت په توګه په رسمیت پیژندلی دی. حال دا چي بوش د هند سر سخت دښمن، پاکستان سره دغه ډول معامله ونه کړه. د جارج ډبلیو بوش په څېر د امریکا بل هیڅ جمهور رییس له هند سره دومره له نژدې همکاري، بیا په خاصه توکه په اقتصادي برخو کي نه وه کړې. بوش هیله درلوده چي یو وخت هند د چین په وړاندي یو مقابل قدرت وګرځي. په نوي ډهلي کي حکومت هیله من دی چي نوی جمهور رییس دغي تګ لاري ته دوام ورکړي.

چین.

په چین کي بارک اوباما، د هغه د سیال ، جان مک کين په پرتله ډیر محبوب دی. که څه هم پیکنګ له ځان سره باید دا محاسبه هم وکړي، چي د سوداګرۍ په مسأله کي چي د امریکا سره پر اړیکو بنستیز نقش لري، اوباما ښايي د چینایانو په وړاندي سخت دریځه پاته سي او په دې برخه کي هیڅ ډول تیریدنه ونه کړي.له چین سره د سوداګرۍ په مسایلو کي ډیموکراټانو تل محافظه پال سیاست غوره کړی ، په انتخاباتي مبارزه کي اوباما، هم له چین څخه وغوښتل چي د سوداګرۍ نړیوال مقررات مراعات کړي. په تاریخ کي تل د امریکا هر جمهور رییس، د خپل ریاست په پیل کي چین ته مخ اړولی دی. د هغوی د اړیکو محوري موضوع د ټایوان مسأله وه.

عربي هیوادونه.

عربي نړۍ د امریکا متحده ایالاتو په انتخابات کي په ښکاره توګه د یوه کاندید پلوي کوي او هغه بارک اوباما دی. خو بیا هم که چیري د هغه سیال جان مک کين انتخابات وګتي، د دمشق او رباط تر منځ خلک ښايي خفه نه سي. هغوی وايي: مهمه خبره دا ده چي د عربي نړۍ په وړاندي د امریکا په سیاست کي بدلون رامنڅ ته سي. ځکه د هغوی په نظر د جمهور رییس بوش حکومت یو غلط سیاست په عربي نړۍ کي تعقیب کړی. هغوی هیله من دي چي ښايي له بوش څخه وروسته هر څوک چي جمهور رییس سي غوره وي. د یوې عام پوښتني له مخه، په عربي نړۍ کي د امریکا په نسبت کرکه هیڅ وخت دومره پراخه نه وه لکه اوس.