1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د دفاع وزير افغانستان ته رسېدلی دئ

۱۳۹۰ اسفند ۲۴, چهارشنبه

د امریکا د متحده ایالاتو ددفاع وزير لیون پنیتا د چهارشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلی دئ. هغه تر دې مخکي په قزاقستان کي د ماناس هوايي اډې په اړه خبري درلودې.

https://p.dw.com/p/14KHf
انځور: dapd

د امریکا د دفاع وزیر په داسي حال کې افغانستان ته رسیږي چې څو ورځي مخکي یوه امریکایي سرتیري په کندهار کې ۱۶ ملکي افغانان ووژل.

افغانستان ته د پنیتا سفر د کندهار تر پېښي مخکي پلان شوی وو. خو اوس د دغه سفر سیاسي مفهوم بدلون موندلی دئ. ځکه چې د کندهار تر پېښي وروسته اوس پر امریکايي او افغان چارواکو فشارونه ډیر شوي دي.

تر دې مخکي پتېيل سوې وه چې پنیتا به د ولسمشر کرزي په گډون له افغان مشرانو سره وویني. دغه راز ویل شوي ول چې هغه به په هيلمند ولایت کې د دغه ولایت له چارواکو سره هم خبري اتري وکړي.

ټاکل سوې ده چي پنیتا به دغه راز په افغانستان کې له میشتو امریکایي سرتیرو سره هم وویني. د کندهار تر پېښي وروسته اوس امریکایي سرتیري ترلا ډیر فشار لاندي دي. طالبانوهم د کندهار د پېښي د غچ اخیستلو گواښ کړی دئ.

افغانستان ته تر رسیدو مخکي پنیتا خبریالانو ته ویلي ول چې فکر کوي په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي ښه پر مخ راوانه ده:

«زه فکر کوم چې موږ اوس پر سم لور روان یو. اوس باید موږ خلکو ته دا خبر ورسوو چې دغه شان پيښي باید زموږ پر ستراتیژۍ باندي تأثیر و نه لري.»

د امريکا ولسمشر بارک اوباما تيره ورځ يو وار بيا ټينگار وکړ چي د افغانستان په اړه ستراتيژي کي به ئې هيڅ بدلون را نه سي.

هغه ويلي دي چي امريکايي سرتيري به له پلان سره سم له هغه هيواد څخه را ووزي نه دا چي تر وخت مخکي.

رویترز، فرانس پرس/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل