1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د دفاع وزير له عراق څخه د خپلو ځواکونو ايستل د کال تر پايه پورې ممکن گڼي

۱۳۸۵ بهمن ۱۸, چهارشنبه

د امريکا د متحده آيالاتو د دفاعي چارو وزير رابرت گيتس له عراق څخه د امريکايي ځواکونو وتل د روان ميلادي کال له پای ته رسېدو څخه مخکې ممکن بولي. گيتس د امريکې د سنا د دفاعي چارو پلاوي ته وويل چې د امنيت راوستلو هغه هڅه چې غواړي 21500 نور عسکر بغداد ته واستوي د عراق «وروستی چانس» نه دی.

https://p.dw.com/p/DKFS
»د وتلو يو شرط دا دی چې په بغداد کې امنيت ټينگ شي« رابرت گيتس
»د وتلو يو شرط دا دی چې په بغداد کې امنيت ټينگ شي« رابرت گيتسانځور: AP
گيتس سيناتورانو ته دا څرگنده کړه چې څنگه سړی کولای شي خپل پوځونه د کال تر پايه پورې وباسي. د وتلو شرط دا دی چې په بغداد کې امنيت ټينگ او برقراره شي او دا چې عراقيان خپل وسله وال ځواکونه موظف کړي او خپلمنځۍ شخړې پرېږدي. تېره مياشت رابرت گيتس ويلي وو چې لا نور پوځيان بايد د مياشتو او کلونو دپاره عراق ته ولېږل شي.