1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د دولت د بودجې کسر 870 ملياردو ډالرو ته رسيدلی

۱۳۸۷ دی ۱۹, پنجشنبه

د دولت د بودجې دغه کسر د تير کال په پرتله د دوو برابرو څخه ډير سوی دی. ددې له پاره چي ددغه کسر د لاپسي ډيريدو مخنيوی وسي بايد تر هرڅه لومړی د بېځايه لګښتونو څخه ډډه وسي.

https://p.dw.com/p/GUPV
په 2008 میلادي کال کي چي د بوش د کار دپای ته رسيدلو کال بلل کيږي، دبودجې کسر 455 ملياردو ډالرو ته رسیږي
په 2008 میلادي کال کي چي د بوش د کار دپای ته رسيدلو کال بلل کيږي، دبودجې کسر 455 ملياردو ډالرو ته رسیږيانځور: AP

د امریکا د متحده ایالتونو راتلونکی ولسمشر بارک اوباما، دغي موخي ته د رسيدلو له پاره په اصطلا دبودجې يوه څارونکې ډله ټاکلې چي غړي يې نامتو منېجره او دتصديو په چاروکي سلا کاره مېرمنMcKinsey او دماليې د وزارت پخوانۍ مرستيالهNancy Killefer دي. ددوی دنده به په راتلونکي کي دا وي چي د دولت په لګښتونو کي د بشپړ دستپلين څخه کار واخيستل سي.

د امريکا دمتحده ایالتونو راتلونکی ولسمشر بارک اوباما، د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کي د تلونکي ولسمشر جورج ډبليو بوش، سره ديوې کتني څخه وروسته ددې ګواښ کړی دی، چي په راتلونکي کي به حکومت په ملیاردو ډالره دهغه نه په درد خورو پروژو له پاره نه لګوي چي يوازي ځواکمني ډلي ورسره علاقه لري.

په واشنګټن کي د امريکا دمتحده ايالتونو تلونکي او راتلونکی ولسمشرانو جورج ډبليو بوش او بارک اوباما، سره کتلي او بيا وروسته په هغه غرمنۍ مېلمستياکي ګډون کړی چي ددغه هیواد نورو پخوانيو ولسمشرانو لکه بيل کلینټن، جمي کارتر او دبوش پلار جورج بوش هم پکښي ګډون درلود.

د امریکا دمتحده ایالتونو راتلونکی ولسمشر له ډيري مودې راهيسي له دې څخه انديښمن دی چي ددغه هیواد دبودجې کسر په بيساري توګه وده کړې او لاپسي وده کوي. په تيره بيا چي د اوباما، په مشرۍ ددغه هيواد راتلونکی حکومت غواړي ،د قتصادي تموجاتو د ودي ديوه پلان په چوکاټ کي 800 ملیارده ډالره نور په کار واچوي چي په دغه لګښت سره به ددولت دعايداتو اولګښت ترمنځ کسر لاپسي زيات سي.

اوباما وايي چي ددغه هیواد روان اقتصادي او ټولنيز حالات دايجابوي چي تر څو کلونو پوري به ددغه هیواد ددولتي بودجې کسر د زرو ملیاردو په شاو خواکي وي. نو له همدې امله دابه ضروري کار وي چي موږ بايد د خپل دولتي بودجې په هره برخه کي سپما وکړو. او کوم لګښت چي ضروري نه وي بايد له هغه څخه صرف نظر وسي.

د دولتي بودجې د څارونکي ډلي غړی وايي چي: «دامريکا په متحده ایالتونو کي ددولتي بودجې کسر د څو لسيزو محصول بلل کيږي، نو له همدې کبله ددغه کسر د کومولو له پاره هم وخت په کاردی. خو ضروري خبره داده چي بايد په دې کار پيل وسي. حکومت کولای سي ډيري چاري په کم لګښت سره په اغيزه منه توګه سرته ورسوي. په تيره بیا د امريکا په متحده ایالتونو کي دبودجې روان کسر د جورج ډبليو بوش د زمانې محصول بلل کیږي.ځکه کله چي دبيل کلینټن دجمهوری ریاست دکار موده په 2000 میلادي کال کي پاي ته ورسيده، ددغه هیواد په بودجه کي کسر نه بلکي اضافي پيسي وي. خو په 2008 میلادي کال کي چي د بوش د کار دپای ته رسيدلو کال بلل کيږي، دبودجې کسر 455 ملياردو ډالرو ته رسیږي او ددي علت يوازي په عراق او افغانستان کي جګړې اويا د اقتصادي تموجاتو دودي پرګرام نسي بلل کيدای.»