1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د متحده ايالاتو د تجزيې کمپاين پېل سو

۱۳۹۵ بهمن ۱۰, یکشنبه

له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيې د وتلو په څېر د امريکا له متحده ايالاتو څخه د کليفورنيا د وتلو کمپاين پېل سو. و ياد مقصد ته د رسېدلو له پاره په کليفورنيا کي د لاسليکونو راټولولو پروسه پېل سوه.

https://p.dw.com/p/2WazW
USA Flagge auf Halbmast in Baton Rouge
انځور: Reuters/J. Penney

د فرانس پرېس خبري آژانس له مخې د امريکا د متحده ايالاتو د کليفورنيا ايالات یو شمېر اوسېدونکي غواړي چي د برېکزيټ (له اروپايي اتحاديې د بريتانيا د وتلو) په څېر، خپل ايالت کليفورنيا د امريکا له متحده ايالاتو وباسي. په دې ترڅ کي کمپاين پېل سوی او د دغه ايالت اوسېدونکي کولای سي چي د ياد مقصد له پاره د لاسليکونو د ټولولو په پروسه کي په خپل لاسليک سره ګډون وکړي.

د کليفورنيا ايالت د داخلي چارو وزير الېکس پاديلا د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۲۶مه نېټه) د ياد مقصد له پاره د لاسليکونو د پروسې د پېل له پاره لاره هواره کړه. د دغه کمپاين په ترڅ کي په پام کي نيول سوې چي د امريکا د متحده ايالاتو په دغه ايالت کي د ثبت سوو د رايي د حق لرونکو ۸ فيصدو لاسليکونه راټول کړل سي. ياد ۸ فيصده ۵۸۵۴۰۷ لاسليکونه دي چي بايد د جولای مياشتي تر آخر پوري راټول کړل سي.

که د کليفورنيا د بېلتون غوښتنه کوونکی غورځنګ په ياد شمېر لاسليکونه راټولولو کي بريالی سي، نو بيا به د ۲۰۱۸ کال په نومبر مياشت کي لومړۍ رايه اچونه وسي چي ښايي په ۲۰۱۹ کال د ولسپوښتنې سبب سي.

که څه چي په ياده موده کي د ياد شمېر اړينو لاسليکونو راټولول ډېر مشکل کار بلل کيږي، خو الېکس پاديلا خبرداری ورکړی چي ښايي سختي جدي پايلي ولري. د هغه په وينا يوازي رايه اچونه به د مليونونو ډالرو د لګښتونو سبب سي.

د الېکس پاديلا په وينا که د امريکا له متحده ايالاتو څخه د کليفورنيا د ايستلو يا (Calexit) په حق کي د وګړو اړين شمېر  رايي واچوي، نو دا کار به حکومت د سترو «اقتصادي ننګونو» بلکه د لويو اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ کړي.

خو هغه کسان چي د کالېکزيټ غوښتونکي دي، هغوی په دې فکر دي چي د کليفورنيا ايالت چي تقريبا ۴۰ مليونه اوسېدونکي لري، که له متحده ايالتو بېل سي، نو به په بهتر پوزيشن کي واقع سي. دغه بېلتون غوښتونکي استدلال کوي چي دغه ايالت ډېر اقتصادي توان لري.

د خپلواک ملت کليفورنيا له پاره کامپاين کوونکو د هغه وروسته زيات پلويان تر لاسه کړل، کله چي دونلد ترمپ د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل سو. په دغه ايالت کي د ولسمشرۍ د ټاکنو پر وخت هېلري کلنټن له ترمپ څخه ۴،۲ مليونه زياتي رايي ګټلي وې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.11.2016):