1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د نماينده گانو مجلس د پوراخيستلو سرحد مؤقتي لغوه کړ

۱۳۹۱ بهمن ۵, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/17QmW

د امريکامتحده ايالاتو د نمایندګانو مجلس د پوراخیستلو سرحدبندي چي تقریباً ۱۶،۴بیلیونه ډالره دي، د مؤقتي وخت له پاره لغوه کړې ده، تر څو دغه هیواد د پیسو د نه ورکولو د قابلیت څخه وساتي. په واشنګټن کښي د نمایندګانو مجلس چي اکثریت یې جمهوري غوښتونکي دي، دغه سرحد بندي د می د میاشتي تر نیمايي پوري له منځه وړې ده. سنا چي اکثریت یې ديموکراتان دي او هم سپيني ماڼۍ له دغه مؤقتي سازش سره د خپلي موافقې د کولو اعلان کړی دی، تر څو د نړی د دغه قوي اقتصادي هیواد تاوانونه راکم کړي. په دې ډول به نو د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما، ديموکراتان او جمهوري غوښتونکي ډیر وخت ولري، چي د بودجې د کمولو پر سر موافقه سره وکړي.