1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د نوي حکومت په راتلو سره جرمني په عراق کښی فعالیت زياتوي

۱۳۸۷ اسفند ۲, جمعه

د جرمني دخارجه چارو وزير د يوه نوي عراق څخه خبره کوي،د يوه داسې هېواد څخه چې ورپکښې د ثبات ډېري نخښي ويني،

https://p.dw.com/p/GyK1
د جرمني خارجه وزير د عراق د جمهوررييس جلال طلباني سره د ليدو پر وخت
د جرمني خارجه وزير د عراق د جمهوررييس جلال طلباني سره د ليدو پر وختانځور: AP

د يوه داسې هېواد څخه چې ورپکښې د ثبات ډېري نخښي ويني، يو داسې هېواد چې ورو ورو ورپکښي باور وده کوي، او خلکو د خپلو هيلو په تر سره کولو پيل کړي دئ .

په رښتيا سره هم په تېرو مياشتو کې هلته امنيتي حالت ډېر ښه شوی دئ . او دا ځکه چه د امريکې ځواکونه ورزيات شوي وه، د عراق دولتي ادارې، پوځ او پوليس په مسلکي ډول سره دندې سر ته رسوي، او هم د بغداد د ښار د ننه سيمې، هغه چې دنړيوالي يا زرغونې سيمې په نامه ياديږي، دامنيتي اړخه ډېره سخته محفوظه شوې، يوه په زړه پورې دنيا، چې په کيلومترو اوږده سمنټي دېوالونه ورڅخه راګرزيدلي دي،تر څو ورباندې چاودېدونکي گذارونه تر سره نسي، له اغزن سيم سره، د ټانکونو موانع، د کوڅو او سړکونو په هر هر گوټ کې د پيرو او تلاشيو له برجونو او پوستو سره. د 2009 ميلادي کال عراق دا ډول ښکاري .

هغه هېواد، دکوم بيا زېږنده چي د برلين د خارجه چارو له نظره، هرو مرو د امريکې د مشر بارک اوباما په حکومت پورې اړه لري . که چېري د آلماني شرکتونو او عراق تر منځ هغه دوديزې اقتصادي اړيکې بېرته د سره راژوندۍ کيږي، که چېري عراقي زده کوونکي جرمن ته راځي، که چېرته آلماني پوهان او موزيمونه دا مرسته کوي، چې د عراق لرغوني آثار د خرابيدو او يا د لوټمارانو څخه ژغورل کيږي، نو دا ټول په واشنگټن کې د قدرت د بدلون نتيجه ده . د بوش تر مشرتابه لاندې د امريکا يوه حکومت به د خارجه چاور وزارت ته ورته هېڅکله داسې وړانديزونه نه وای کړي، چه که څه هم نړيوال کلتوري او روزنيز گډکار د شټاين ماير تر ادارې لاندي بېرته د جرمني دخارجه وزارت دسياست يو بنسټ گرزېدلی دی .

دا چې د امريکا نوې اداره او خاصتاً خارجه وزيره هيلري کلنټن، د عراق څخه د جرمني سياسي بنديز ليرې کول په خوښۍ سره مني، د سټاین ماير د خوشحالۍ او وياړ سبب گرزي . شټاين ماير به په داخلي انتخاباتي مبارزو کې هم د امريکې له ملاتړ څخه گټه واخلي . کېدلي سي د برلين څخه د گډکار گڼ شمېر وړانديرونه، د گوانتانامو څخه نيولې بيا تر عراقه پورې، دا مرسته وکوي، چې د نورو نامناسبو غوښتنو مخه ونيسي، مثلا افغانستان ته د زیاتو آلماني عسکرو ليږل . او شتاين ماير له عراق څخه د خپل ناببره سفر په لړ کې نوي ټکي رامنځ ته کړه . د نړۍ په يوه داسې سيمه کې چې انگيلاميرکل ډېره کمه ورڅخه ږغېده. د پاملرنې ټکی خو دا دئ، چې لومړۍ وزيرې خپل رقيب ته د شهرت موندلو دا موقع په لاس ورکړې ده . ځکه په بغداد کې د بيا رغونې د مرستندوي په توگه د صدراعظمۍ د کانديد فرانک والټر شتاين ماير موجوديت د سوسيال دموکرات گوند SPS په گټه دئ .

خو سره له دې ټولوخبرو په عراق کې د آلمان نوی سياست به ډېر زيات وخت ته ضرورت ولري، تر څو باور رامنځته، او برياليتوب تر لاسه کړي . دا واقعيت د جرمني دخارجه چارو وزير ته له بغداد څخه د خپلې ناڅاپه کتنې په موقع څرگند شوي،چه تر نوي عراق پورې لاتراوسه اوږده لار پاته ده.