1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د نوې جمهور رييس يو کال وشو

۱۳۸۸ آبان ۱۳, چهارشنبه

اوباما د رياست جمهورۍ ټاکنو ته د مبارزي په وخت کي د پوستکي د رنګ او د نژاد له امله د تبعيض مسله ياده کړه. ده هغه مهال له خپل تورپوستکي راهب جرمي رايت سره خپل اړيکي وشکول، ځکه چي دهغه په خبرو و کي نژادي توپير اوريدل کيده.

https://p.dw.com/p/KOCg
اوباما په القاهره کې
اوباما په القاهره کېانځور: WhiteHouse

او دي د اوباما حيثيت ته تاوان رساوو. ده د جمهور ريیس په حيث د مارچ په مياشت کي په يوو مطبوعاتي کنفرانس کي ددي پوښتني په ځواب کي چي آيا د ده د پوستکي رنګ د ده په مقام کي کوم نقش لوبوي څرګنده کړه:

زما د کار د پيل کولوپه وخت کي ملت په حقه سره د دي لپاره په ځان وياړيده، چي دغه هيواد دنژادي توپير له دردناکه پخوانيو وختونوڅخه يو ګام لري شويدي .خوداحالت تقريبا هماغه يوه ورځ وو. او اوس امريکايان دما په برخه کي هماغسي چي سمه ده حکم کوي .اوس داسي فکر کيږي چي آيا مونږدمالي ساحي سياليت بيرته منځته راوړلي شو، او آيا دکار ځايونه منځته راوړلي ، اواقتصاد ته مرسته کولاي ،اوداهيواد دبريدونو په وړاندي ساتلي شو اوکنه؟ اوداهغه موضوع ګاني دي چي زه هره ورځ پري بخت يم .

خوتورپوستکي امريکايان دي مسلي ته بل ډول ګوري دوي اوس وياړي دنيوالينز دتورانودبشري حقونو دټولني مشررولينز وايي:

کله چي زه په نيو آلينز کي له سړکونوتيريږم نو تورپوستکي ځوانکي وينم چي داسي تي شيرتونه يي په ځانونوکي دي چي دامريکا دجمهوررييس مهر پري باندي دي البته چي په ځني تي شيرتونو باندي داوباما عکسونه هم دي خودهغو په څنګ کي دامريکا دمتحده ايالتونو دبيرغ نښان هم پري وي. کله داسي يو شي په نيو آلينز کي چي دوګړو ډيره کۍ يي تورپوستان دي چا ليدلي وو.دا هغه وياړ ښيي چي تورپوستکي آمريکايان يي پده باندي کوي .

نه يوازي دتي شيرتونو په سربلکه دډيريو مجلو په وقايي باندي هم داوباما عکس ليدل کيږي. اودا دتورپوستکو نارينه ووپه برخه کي دامريکايانو په ناوړه نظر کي بدلون راولي دنيو آلينز دپوهنتون دروزني دانستيتوت مشر اندره پيري وايي لازمه نده چي اوباما يوازي دتورپوستکو لپاره کوم سمښت راولي، بلکه دهغه هرټولنيز اقدام تورپوستکو ته هم په ښه ورځي دي زياتوي :

تورپوستکي په دولتي ښونځيو، دروغتيا په نظام، اوپه عدلي چارو کي له سمښت راوستلو څخه ګټه اخلي .زه هيله لرم چي جمهورريیس اوباما ددولت په ټولنيز سياست کي بدلون راولي اوداهڅه کوي هم.

جمهورريیس اوباما هم په ښکاره توګه همداسي فکرکوي کله چي ده ديوي تولني په مخکي چي په آمريکا کي دتورپوستکو لپاره کوششونه کوي، وينا کوله او ويل يي چي په امريکا کي لا نژادي تبعيض شته دي ده وويل چي دده سمښتونه به ټولو لږه کيو ته په ښه ورشي دانديانا پوليس دپوهنتون دتاريخ پروفيسرفرانس وايي چي دي ځان دټولو آمريکايانو جمهوررييس ګڼي او داهمداسي ښه هم ده .فرانس زياتوي ؛

تورپوستکي امريکايان دهغه هيواد دوګړو په سلوکي لسمه برخه جوړوي .نوکه څوک يوازي ددي يوي برخي علاقي په پام کي ونيسي، دويم ځل ټاکني نشي ګټلاي . فراس پدي هکله چي دجمهورريیس په حيث داوباما ټاکل کيدل به په امريکا کي په نژادي توپير باندي څنګه اغيزه ولري وايي ؛

نژادي ربړي يوازي ددي لپاره چي جمهورريیس تور پوستکي دي له منځه نشي تللي .داخبره سره له هغه چي ځني تورپوستکو او سپين پوستکو يي هيله درلوده له پخوا څخه څرګنده وه.

رحيله اميری
کتونکی: يحيی وردک