1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د کانگرس په ټاکنو کي بهرنۍ تصدۍ پيسې مصرفوي

۱۳۸۹ آبان ۱۰, دوشنبه

د امريکا د کانگرس د انتخاباتو په درشل کي واشنګتن پوست ورځپاڼي دې خبري ته پام را اړولي چي په سلهاوه بهرنۍ تصدۍ په قانوني ډول د امريکا په ټاکنو کي نقش لوبوي.

https://p.dw.com/p/PvJm
د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباماانځور: AP

د ورځپاڼي په خبره دوی چي د امريکا په متحده ايالتو کي ناست ځايونه لري مجبوره دي چي په رسمي ټوګه د سياسي فعاليت کمېټې جوړي کړي او دا هم کولای سي چي د ټاکنو د مبارزې دپاره بسپني ټولي کړي او ويې ويشي.

په دې تيره لسيزه کښي دغه ډول کمېټو تر ۶۰ مليونه ډير ډالره را ټول کړي او پر دواړو ګوندونو، او يا د هغو پر کانديدانو باندي يې وويشلي دي.

واشنگټن پوست ليکي چي ددغو پيسو د جملې څخه يې د روان کال د کانگريس د ټاکنو د پاره کانديدانو ته ۱۲ ميلونه ډالره ورکړي دي.

که څه هم چي د ډيموکرات ګوند ته په ۲۰۱۰ کال کي د بهرنيو تصديو د راغونډو سوو بسپنو ډيره برخه ورکول کيږي. خو سر بيره پر هغه يې هم هڅه کوله چي د بهرنيو تصديو اغېزمن والی او په امريکا کي د هغو د ناست ځايونو شمير کم کړي.

د ډيموکراټانو هدف دادی چي په راتلونکي کي د بهرنيو تصديو پرځای د ډيرو هيوادونو ګډي تصدۍ د امريکا په متحده ايالتونو کي مېشت سي او د سياسي فعاليتونو نوري کمېټې هم جوړي نسي کړای.

خو جمهوريت غوښتونکو سناتورانو ددې قانون د تصويبېدو مخه ونيوله.

ورځپاڼه ليکي چي د کيمياوي موادو د ستر شرکت د مشرانو په خبره، ځکه کانديدانو ته پيسې ورکوي چي د ځينو مهمو موضوعگانو او په امريکا کي د هغوی د پاته کېدو او د هغوی و سوداگرۍ ته گټه ورسوي.

رښتيا هم ډيموکراټان پدې ندي بريالي سوي چي دا ثابته کړي چي جمهوريت غوښتونکو ته د ټاکنو د مبارزي دپاره بهرنيان د مثال په ډول چينايان پيسي ورکوي او ددې خبرو له امله مقابله خوا هم ځان مجبوره نه ويني تر څو ووايي چي دا په ملينونو پيسې چا ورکړيدي.

دې خبري جمهوريت غوښتونکو ته کوم تاوان ندی رسولی ځکه چي ډيری امريکايان اوس نوري ستونزي لري.

آژانسونه/ رحيله اميري

کتونکی: نجيب الله زيارمل